ژبه

پر مخا بندري ښار د حوثیانو برید کې اووه کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۱

Views: ۳۴

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د یمن پوځ وایي چې حوثیانو د دغه هېواد پر مخا بندري ښار د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې د پوځیانو او ملکي وګړو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د یمن د پوځ د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې په دغه برید کې د وسله‌والو ځواکونو څلور غړي او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، هوايي دفاعي سیسټمونو د حوثیانو هغه ۱۱ بې‌پیلوټه الوتکې شنډې او نسکورې کړې چې په دغه برید کې یې برخه لرله.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې ویلي چې په دغو بریدونو کې د سعودي عربستان د ځواکونو د راټولېدو پر ځای او د وسلو پر زېرمو بریدونه شوي دي.

د راپور له مخې، خو د یمن پوځ ویلي چې د حوثیانو په بریدونو کې د پوځي اهدافو ترڅنګ د مخا ښار استوګنیزې سیمې او ملکي تاسیسات هم په نښه شوي دي.

مخا د یمن له مهمو بندري ښارونو دی چې د سره سمندرګي پر ساحل پروت دی.