ژبه

سوریه کې د روسیې پوځي اډې د دغو هېوادونو پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلېږي

سهراب سروري

۱۹ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۹

Views: ۴۳

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد او روسیه په سوریه کې د مسکو د حضور د بیا تنظیم په اړه هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې ملکي تاسیسات د سوریې د حکومت تر مدیریت لاندې وي او د روسیې پوځي اډې به پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلې شي.

د سوریې رسمي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی چې دغه هوکړه د سوریې د بهرنیو چارو وزارت او روسي لوري ترمنځ له شاوخوا یونیم کال خبرو اترو وروسته شوې او په حمیمیم او طرطوس کې د روسیې د تاسیساتو راتلونکی وضعیت مشخصوي.

د هوکړې له مخې، سوریه به د هغو ټاکل شوو تاسیساتو مدیریت پر غاړه واخلي چې ملکي استفادې ته ځانګړي شوي، چې د حمیمیم هوايي ډګر او د طرطوس بندر څلورم سوداګریز سکله هم پکې شامل دي.

دغه تاسیسات به په تدریجي ډول د سوریې ملکي مدیریت ته وسپارل شي.

د راپور له مخې، په هوکړه کې دا پرېکړه هم شوې چې د پوځي استفادې وړ تاسیساتو دندې به له سره تعریف شي او د روسیې پوځي اډې به د نوو ترتیباتو له مخې پر ګډو روزنیزو او د وړتیاوو لوړولو پر مرکزونو بدلې شي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د انتقال د بهیر بشپړېدو لپاره تر درېیو میاشتو پورې موده ټاکل شوې او له هغې وروسته به نوي ترتیبات عملي شي.

دغه وزارت شوې هوکړه د شاوخوا ۱۸ میاشتو مخکې د خبرو اترو له پیله راهیسې تر ټولو مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې دغه هوکړه د سوریې او روسیې په اړیکو کې د نوي پړاو لپاره زمینه برابروي.