کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بنګلهدېش چارواکي وایي چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د فرنېچر د تولید یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګلهدېشي کارګر مړه شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه د یکشنبې په ورځ د ریاض په «موسی سنیه» صنعتي سیمه کې شوې ده.
د راپور له مخې، ټول قربانیان بنګلهدېشي کډوال کارګران وو چې د فرنېچر او کورنیو وسایلو جوړولو یوه فابریکه کې یې کار کاوه.
د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد د سفارت چارواکي له سعودي چارواکو سره د قربانیانو د مړو د لېږدولو برخه کې همکاري کوي.
د راپور له مخې، د بنګلهدېش د کډوالو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارفالحق چودري اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د قربانیانو مړي ژر تر ژره دغه هېواد ته ولېږدول شي او د قربانیانو کورنیو ته لازمې دولتي مرستې او غرامت ورکړل شي.
د رویټرز د شمېرو له مخې، په سعودي عربستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه بنګلهدېشي وګړي ژوند کوي او دغه هېواد د بنګلهدېشي کډوالو کارګرانو تر ټولو لوی مقصد بلل کېږي.
په راپور کې راغلي چې دغو کارګرانو تېر کال بنګلهدېش ته له ۲.۷ میلیارد ډالرو ډېرې پیسې استولې دي.
رویټرز زیاتوي چې د بنګلهدېش چارواکي او په ریاض کې د دغه هېواد سفارت د سعودي له چارواکو سره په همغږۍ د قربانیانو د مړو د لېږد او د هغوی د کورنیو د وضعیت د څارنې چارې پر مخ وړي.