ژبه

د پنجشېر څه باندې ۷۶۰۰ قیراطه زمرد په ۷،۶ میلیونه افغانیو وپلورل شول

فريد تنها

۲۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳:۴۵

Views: ۹

پاراخ (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د پنجشېر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت څه باندې اووه زره او ۶۵۰ قیراطه زمرد په څه باندې ۷،۶ میلیونه افغانۍ وپلورل شول.

د پنجشېر ولایت رسنیز دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زمردو د پلور په هغې داوطلبۍ کې چې نن (سه‌شنبه) د ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه، له هرات، ننګرهار، بدخشان، کونړ، کابل، هلمند، پنجشېر او یو شمېر نورو ولایتونو نږدې ۳۰۰ سوداګرو ګډون کړی و.

سرچینې لیکلي چې په دغه لیلام کې اووه زره او ۶۵۶ قیراطه زمرد په ۱۸ بېلګو کې، د اووه میلیونه او ۶۵۸ زره او ۲۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت، د کانونو د ساتنې کمېټې د باصلاحیته پلاوي په حضور کې وپلورل شول.

د خبرپاڼې له مخې، په دغې داوطلبۍ کې یو شمېر ګډونوالو سوداګرو ویلي چې په قانوني، خوندي او روڼ چاپېریال کې د زمردو پېر او پلور ته د زمینې برابرېدل، د دوی د سوداګریزو فعالیتونو لپاره ښه فرصت رامنځته کړی دی.

هغوی زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې په پنجشېر کې د زمردو او نورو قیمتي ډبرو د سوداګرۍ لپاره د فعالیت زمینه د پخوا په پرتله ډېره برابره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال د هېواد له بېلابېلو ولایتونو کورني سوداګر او دغه راز د ایران، هند، اسټرالیا، تاجکستان، ازبکستان، روسیې او قزاقستان پېرودونکي د پنجشېر د زمردو د پېر او پلور په بازار کې حضور لري.

د پنجشېر سیمه‌ییزه اداره وایي، هڅه یې کړې چې د داوطلبیو په ترسره کولو سره د زمردو د پېر او پلور لپاره قانوني او رڼه زمینه برابره کړي او د دغه ولایت قیمتي ډبرې له پېرلو وروسته کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې شي.