کندهار (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د کندهار ښاروالي وايي، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر په مالي ملاتړ د ۲۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۰ بېلابېلو ښاري پروژو چارې پیل شوې.
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سیفالله عاصم وایي، دغه پروژې د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري خدمتونو د پراختیا، د ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځته کولو، د ښار د ښکلا او نظم د ښهوالي او د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړولو په موخه عملي کېږي.
هغه وویل چې په یادو پروژو کې د پارکونو جوړول، د فرعي سړکونو او کوڅو رغول او جوړول، د کانالونو او ویالو جوړول، پاتابونو جوړول او یو شمېر نور مهم ښاري فعالیتونه شامل دي.
د نوموړي په خبره، د دغو پروژو د عملي کېدو پر مهال به شاوخوا ۷۰۰۰ مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
عاصم وویل: «د دغو پروژو له ټولیزې بودجې پنځوس سلنه یې د کارکوونکو د مزدورۍ لپاره ځانګړې شوې ده، د کارګرو لپاره د لنډمهاله کاري فرصتونو رامنځته کېدل کولای شي په ځانګړې توګه د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې راکمې کړي چې د عاید ثابتې سرچینې نه لري.»
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو د پیلېدو هرکلی کوي او وايي، د فرعي سړکونو، کوڅو، کانالونو او نورو ښاري تاسیساتو جوړول نه یوازې د ښار په ښکلا کې بدلون راولي، بلکې د تګ راتګ او روغتیايي ستونزو په کمېدو کې هم اغېزناک تمامېږي.
د کندهار د درېیمې ناحيې اوسېدونکی ډاکټر محمود دوست په دې اړه وايي: «د ښار په ځینو سیمو کې د خرابو کوڅو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو له دې پروژو سره به دا ستونزې تر ډېره حل شي.»
له بلې خوا، په دغو پروژو کې یو شمېر بوخت کارکوونکي وايي، په داسې وخت کې چې ډېری خلک د کار له نشتوالي سره مخ دي، د ښاروالۍ او UNOPS له لوري د ورته پروژو پلې کېدل دوی ته د عاید ترلاسه کولو زمینه برابروي.
یو کارګر عليمحمد نوري وايي: «دغه ډول پروژې زموږ او نورو کارګرو لپاره د حلال رزق ګټلو مهمه سرچینه ده، نو چې دا کارونه هر څومره ډېريږي، موږ خوشحاله کېږو، ځکه چې د ډېر وخت لپاره به پر کار یو.»
د یادو پروژو یو انجینر عبدالله حکیمي وایي هڅه کوي چې د یادو پروژو چارې په ټاکلي معیار او لوړ کیفیت ترسره کړي او د پروژو پلې کېدو په ساحو کې مېشتو خلکو ته د کار لومړیتوب ورکړي.