ژبه

امریکا کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو پېښه؛ دوو پوځیانو ژوند له لاسه ورکړی

احمد صهیب حسرت

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۵

Views: ۲۴

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا په ټکساس ایالت کې یوه پوځي چورلکه د عملیاتو پر مهال لوېدلې چې له امله یې دوو پوځیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

 رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ د ټکساس ایالت په «بل» ولسوالۍ کې، د دغه ایالت د مرکز اسټین ښار شمال ته په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې شوې ده.

د راپور له مخې، د AH-64 اپاچي چورلکه د «فورټ هوډ» پوځي اډې اړوند وه او د دې اډې د عملیاتو پر مهال غورځېدلې ده.

ځايي چارواکو ویلي چې د چورلکې له غورځېدو وروسته د سیمې شاوخوا کښتونو کې اور لګېدلی او د اوروژنې څو ډلې د اور مهارولو لپاره سیمې ته استول شوې دي.

د فورټ هوډ اډې هم په یوه خبرپاڼه کې د چورلکې غورځېدل او د دوو سرتېرو وژل کېدل تایید کړي، خو ویلي یې دي چې د قربانیانو هویت به تر هغه چې د هغوی کورنیو ته خبر ورکړل شوی نه وي، خپور نه کړي.

د ټکساس والي ګرګ ابټ هم په یوه پیغام کې په بل ولسوالۍ کې د چورلکې سقوط او د دوو امریکايي سرتېرو مړه کېدل تایید کړي دي.

تر اوسه د دې چورلکې غورځېدو علت نه دی څرګند شوی.