ژبه

د ماشومانو د ژغورنې سازمان افغانستان کې د خوارځواکۍ پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده

احمد صهيب حسرت

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۲

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي، د بشري مرستو کمېدو له امله په افغانستان کې نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډېدلي او له پنځو کلونو کم‌عمره له هرو ۱۰ له ماشومانو نږدې یو یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی.

دغه سازمان نن (پنجشنبه، د اګسټ ۱۳مه) په یوه راپور کې ویلي چې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ کچه په تېرو څلورو کلونو کې ۱۴ سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۶ کال کې یې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې، د روان کال په دویمه ربعه کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هېواد په دوو درېیمو ولایتونو کې خراب شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د بشري مرستو د بودجې کمېدو له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي چې شاوخوا څلور میلیونه کسان چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي، له دغه وضعیت څخه اغېزمن شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان مشر اشیش دامل ویلي چې سخته لوږه، د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل، بې‌ځایه کېدل، طبیعي پېښې او څو کلنې وچکالۍ د بشري مرستو محدودې سرچینې تر سخت فشار لاندې راوستلې دي.

هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ماشومانو د ژوند، حقونو او راتلونکي د ساتنې لپاره، د بحران له لا جدي کېدو مخکې اقدام وکړي.