ژبه

اندونیزیا کې د زلزلې له امله پنځه کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۱

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د اندونیزیا چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه د ۷،۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه، یو شمېر نور ټپیان شوي او د «ناګکیو» سیمې شاوخوا دوه زره اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه زلزله نن سهار (شنبه، ۲۴ زمری) د اندونیزیا په ختیځو اوبو کې رامنځته شوې او وروسته لسګونه نورې کوچنۍ زلزلې هم ثبت شوې دي.

د «ختیځې نوسا تِنګارا» ایالت والي امانویل ملکیادس لاکا لېنا ویلي چې پنځه کسان د خوب په حالت کې د ودانیو نړېدو له امله مړه شوي دي.

خو د اندونیزیا د پېښو د ملي مدیریت ادارې (BNPB) د تلفاتو شمېر یو وژل شوی او څلور ټپیان اعلان کړی دی.

د اندونیزیا د هواپېژندنې او جیوفزیک ادارې (BMKG) ویلي چې لومړۍ زلزله پر ځايي وخت سهار هنږدې پنځه بجې وشوه او ژوروالی یې د ځمکې لاندې ۱۵ کیلومترۍ ثبت شوی دی.

سرچینې لیکلي چې د زلزلې له امله د سونامي خبرداری ورکړل شو او په څو سیمو کې له یو متر څخه کمې څپې ثبت شوې؛ خو چارواکو شاوخوا درې ساعته وروسته د سونامي خبرداری لغوه کړ.

راپورونه ښيي چې د ختیځې او لوېدیځې نوسا تِنګارا او همداراز د جنوبي سولاوېسي په ځینو برخو کې سختې زلزلې احساس شوې او په ځینو سیمو کې یې شاوخوا یوه دقیقه دوام کړی دی.

د اندونیزیا د پېښو د ملي مدیریت ادارې ویلي چې د «ناګکیو» سیمې شاوخوا دوه زره اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي او یو شمېر کورونه، ګودامونه او دولتي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

رویټرز لیکلي چې په ځینو زیانمنو سیمو کې د برېښنا پرې کېدو او ترافیکي ګڼې ګوڼې راپورونه هم ورکړل شوي او د «انده» سیمې یوه روغتون خپل ناروغان بهر ته راایستلي دي.

اندونیزیا د «ارام سمندر د اور کړۍ» په اوږدو کې موقعیت لري؛ دا هغه سیمه ده چې د ځمک‌پوهنیزو تختو د ټکر له امله پکې وخت ناوخت زلزلې او اورغورځونې رامنځته کېږي.