ژبه

نوري: په تېرو پنځو کلونو کې د رسمي سوداګریزو جوازونو لرونکو ښځو شمېر څلور برابره شوی

کوثر مصباح

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۳

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د رسمي سوداګریزو جوازونو لرونکو ښځو شمېر څه باندې څلور برابره شوی؛ خو د ښځو د اقتصادي فعالیتونو له پراخېدو سره سره، کورنیو او بهرنیو بازارونو، مالي سرچینو او ځینو اقتصادي سکټورونو ته محدود لاسرسی لا هم د هغوی له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي.

پژواک خبري اژانس د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییسې فریبا نوري سره د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د لاسته‌راوړنو، پرمختګونو او ننګونو په اړه مرکه کړې ده.

نوري په دې مرکه کې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د وضعیت، ازادو کاروبارونو کې د هغوی د شمېر د زیاتوالي، په بېلابېلو اقتصادي برخو کې یې د فعالیت، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لاسته‌راوړنو او پلانونو، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د ښځو د لاسرسي او د ښځینه سوداګرو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

شاوخوا ۱۰ زره ښځې د سوداګرۍ رسمي جوازونه لري

نوري وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د ښځو حضور د پام وړ زیات شوی او په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره هغه ښځې چې رسمي جوازونه لري، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر چتر لاندې فعالیت کوي.

هغې زیاته کړه چې دغو ښځو د صنعت او سوداګرۍ وزارت، عدلیې وزارت، کرنې وزارت، صنفي اتحادیو او ښاروالیو په ګډون د بېلابېلو ادارو جوازونه ترلاسه کړي دي.

د نوموړې په خبره، د رسمي جوازلرونکو ښځو ترڅنګ شاوخوا ۱۰۰ زره نورې ښځې هم په کلیو او لرو پرتو سیمو کې په دودیز ډول پر اقتصادي فعالیتونو بوختې دي چې ډېری یې د لبنیاتو، بڼوالۍ او ورته نورو برخو کې فعالیت کوي.

هغې وویل، ډېری دغه ښځې د خپلو فعالیتونو د دودیز او سیمه‌ییز ماهیت له امله رسمي جواز ته اړتیا نه لري او له کلونو راهیسې له همدې لارې د ځان او کورنیو لپاره عاید برابروي.

د پژواک په یوه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره ۲۴۲۱ ښځې چې د سوداګرۍ رسمي جوازونه یې لرل، ثبت شوې وې.

دوه هغه اقتصادي سکټورونه چې ښځې محدود لاسرسی ورته لري

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې وویل چې ښځې لا هم ټولو اقتصادي سکټورونو ته یو شان لاسرسی نه لري. هغې زیاته کړه، کانونه او ساختماني چارې دوه مهم اقتصادي سکټورونه دي چې ښځې ورته محدود لاسرسی لري؛ خو په کرنه او لاسي صنایعو کې ښځې توانېدلې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د هغې په خبره، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه هڅه کوي چې د ښځو اقتصادي فعالیتونه له دودیزو برخو هاخوا پراخ کړي او نوو اقتصادي برخو ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي.

انلاین بازارونو کې د ښځو د فعالیت غځېدل

فریبا نوري وايي چې په دې برخه کې شاوخوا ۴۰ سلنه فعالې ښځې په حضوري ډول فعالیت کوي او یو شمېر نورې، په ځانګړي ډول هغه نجونې چې له ټکنالوجۍ سره بلدتیا لري، د ډیجیټلي بازارموندنې او انلاین بازارونو له لارې فعالیت کوي.

نوري زیاته کړه چې ګڼ شمېر ښځې په کورونو کې کار کوي او ان د خپلې کورنۍ غړي یې هم په اقتصادي فعالیتونو کې شامل کړي دي.

د هغې په خبره، دغه بهیر په تېر شاوخوا یونیم کال کې پراخ شوی او یو شمېر ښځو په کورونو د فعالیتونو له لارې د خپلو کورنیو غړو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

بازار ته د ښځو د لاسرسي لپاره د نندارتونونو جوړول

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې وویل چې دې خونې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي.

هغې زیاته کړه، ښځو په ترکمنستان او قرغیزستان کې په سوداګریزو نندارتونونو کې ګډون کړی او په افغانستان کې هم د «بي‌بي خدیجة الکبری» په نوم نندارتون جوړ شوی دی.

هغې زیاته کړه، له دغه نندارتونه په درېیو ورځو کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو لیدنه وکړه او د ګډونوالو د شمېر له پلوه په سیمه کې د ښځو د تولیداتو لپاره له مهمو نندارتونونو څخه و.

هغې ټینګار وکړ چې د ښځو اقتصادي فعالیتونه باید یوازې تر پخلي او لاسي صنایعو محدود نه وي، بلکې په نړۍ کې اقتصادي او ټکنالوجیکي بدلونونو ته په کتو، ښځې هم باید نوو کاري برخو ته داخلې شي.

د ښځو کارځایونو ته نږدې د وړکتونونو جوړولو هڅې

نوري وايي، د اغاخان دفتر په همکارۍ او ملاتړ د وړکتونونو برخه کې د ۶۰ ښځو د روزنې لپاره یو پروګرام پیل شوی دی.

هغې زیاته کړه، د دغه پروګرام موخه په هغو ځایونو کې د وړکتونونو جوړول دي چې ښځې په کې کار کوي؛ ځکه یو شمېر ښځینه کارکوونکې، په ځانګړي ډول په صنعتي پارکونو کې، د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د هغې په وینا، ټاکل شوې د دغه پروګرام له مخې د شاوخوا ۱۵ ماشومانو د پالنې او ساتنې لپاره هم زمینه برابره شي، څو میندې وکولای شي په ډاډه زړه خپلو اقتصادي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ښځو ته د ځانګړو بازارونو جوړول

نوري وویل، بازار ته د ښځو د لاسرسي پراخولو لپاره د کابل ښار په خوشحال‌خان مېنه کې ځانګړي مارکېټونه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په همکارۍ یو مارکېټ او په ګردېز ښار کې هم یو مارکېټ جوړ شوي چې ښځې کولای شي دوکانونه پکې ولري او خپل تولیدات وپلوري.

هغه وايي، دغه پروګرام د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام لري.

د نوموړې په خبره چې له شاوخوا ۲۰ ښځو سره د دوکانونو د لومړنیو وسایلو برابرولو لپاره دوه دوه زره ډالره نغدي مرسته هم شوې ده.

صنعتګرو ښځو ته د لمریزې برېښنا او پورونو برابرول

نوري وویل، یو شمېر ښځې د خپلو اقتصادي فعالیتونو لپاره ماشینونو او برقي وسایلو ته اړتیا لري، خو د برېښنا نشتوالی یې د فعالیتونو پر وړاندې خنډ جوړوي.

د هغې په خبره، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) له لارې یو شمېر دغو ښځو ته د لمریزې برېښنا سیسټمونه برابر شوي، څو وکولای شي خپلو اقتصادي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لارې د سلګونو ښځو لپاره روزنیز پروګرامونه هم جوړ شوي او هغو ښځو ته چې مالي سرچینو ته لاسرسی نه لري، د پورونو ترلاسه کولو زمینه هم برابره شوې ده.

د راستنو شوو ښځو ملاتړ

نوري وویل، د دې خونې له نورو پروګرامونو یو هم له بهره د راستنو شوو ښځو ملاتړ دی.

هغې زیاته کړه، هڅه کېږي هغو ښځو ته چې له کډوالۍ راستنې شوې دي، د زده‌کړو، د کاروبار د پیل او بازار ته د لاسرسي زمینه برابره شي، څو وکولای شي خپل اقتصادي فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د افغانستان سوداګرې لا هم نړۍوالو بازارونو ته بشپړ لاسرسی نه لري

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې همدارنګه وویل چې افغانې ښځې لا هم نه دي توانېدلې خپل تولیدات په نړۍواله کچه بازار ته وړاندې کړي او د خپلو محصولاتو لپاره پراخ کورني او بهرني بازارونه رامنځته کړي.

هغې زیاته کړه، ډېری ښځې تر اوسه په هغه کچه فعالیت کوي چې یوازې د خپل ځان او کورنیو د ژوند لګښتونه پرې برابر کړي.

نوري ټینګار وکړ چې راتلونکی هدف باید د ښځو د اقتصادي فعالیتونو پراختیا، د محصولاتو د کیفیت لوړول، د نوو بازارونو رامنځته کول او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د هغوی د لاسرسي زمینه برابرول وي.