ژبه

په بلجیم کې کارګرو د څه باندې لس میلیون ډالرو په ارزښت سره زر موندلي

هجرت‌الله کاکړ

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۰

Views: ۷۱

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د بلجیم په ډنډرمونډ ښار کې د فاضله اوبو د شبکې د جوړولو پر مهال کارګرو د سرو زرو یوه زېرمه موندلې چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰،۴ میلیون امریکايي ډالر اټکل شوی دی.

د «People» مجلې د راپور له مخې، دغه سره زر د ډنډرمونډ ښار په یوه ودانیزه ساحه کې هغه مهال وموندل شول چې کارګر د فاضله اوبو د سیستم د جوړولو لپاره د ځمکې په کیندلو بوخت وو.

سرچینې لیکلي چې په موندل شوې زېرمه کې ۴۹ د سرو زرو خښتې او ګڼ شمېر د سرو زرو سکې شاملې دي چې ټول ارزښت یې شاوخوا نهه میلیون یورو، یا له ۱۰،۴ میلیون امریکايي ډالرو ډېر، اټکل شوی دی.

د ډنډرمونډ پولیسو ویلي، له موندنې وروسته چارواکي سیمې ته ورغلل، سره زر یې راټول او ثبت کړل او وروسته یې د فدرالي حکومت یوې امنیتي زېرمې ته ولېږدول.

د راپور له مخې، ۱۸ کلن کوبي چې د کارګرو له ډلې څخه و، ویلي چې په لومړي سر کې یې موندل شوې سکې د یو یورو عادي سکې ګڼلې، خو وروسته چې د سرو زرو یوه ټوټه یې ولیده، پوه شو چې له یوې سترې موندنې سره مخ شوي دي.

د یادې پروژې مسوول ماریو هم ویلي چې د ساختماني چارو په ۳۳ کلنه کاري تجربه کې یې تر دې مخکې له داسې یوې پېښې سره نه و مخ شوی.

د راپور له مخې، په ختیځ فلاندرز کې د څارنوالۍ دفتر د موندل شوو سرو زرو د سرچینې او مالکیت په اړه څېړنې پیل کړې دي.

څارنوالې هانه اولیفیر ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه سره زر له کومه ځایه راغلي او قانوني مالک یې څوک دی.

د راپور له مخې، هغه ودانۍ چې سره زر پکې موندل شوي، د «کاو اوست فلاندرن» (CAW Oost-Vlaanderen) په نوم یوې بلجیمۍ خیریه ادارې پورې اړه لري چې له ستونزو سره مخ کسانو ته مرستې او ملاتړ برابروي.

پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د نورو خزانو د موندلو په موخه دې د ودانیزې پروژې ساحې ته نه ورځي، ځکه سیمه تړل شوې، خطرناکې کندې پکې شته او ټول موندل شوي سره زر له سیمې انتقال شوي دي.