ژبه

عزيزي: افغانستان د اوزبېکستاني او چیني شرکتونو پانګونو جذبولو ته چمتو دی

سهراب سروري

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۲

Views: ۳۹

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزيزي د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال، د چین د کلتور وزیر او د اسلامي امارت له یو شمېر نورو چارواکو سره د سرخان‌دریا – چین سوداګریزه ناسته کې ګډون او وینا کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (یک‌شنبه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې چې د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز کې جوړه شوې وه، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌اوف، د چین د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي اولوغ‌بیک قاسیموف، د بلخ والي محمدیوسف وفا، په تاشکند کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، عزيزي په خپله وینا کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، له منځنۍ اسیا او چین سره د نوو ترانزیټي دهلېزونو پر جوړولو، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان، اوزبېکستان او چین ترمنځ د پانګونې د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.

هغه ویلي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او اوزبېکستان اړیکې د اقتصادي همکاریو نوې مرحلې ته داخلې شوې دي او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل سفرونو او لیدنو، سوداګریزو ناستو او د خصوصي سکټور ترمنځ د هوکړو لاسلیکولو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا زمینه برابره کړې ده.

عزيزي له چین سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی او چین یې د افغانستان یو مهم اقتصادي شریک او د سیمه‌ییز اتصال او د ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د نوو سوداګریزو ځنځیرونو په رامنځته کولو کې مهم هېواد بللی دی.

هغه دغه‌راز سیمه‌ییزو بازارونو، په ځانګړي ډول چین ته د افغانستان د صادراتو پر پراختیا ټینګار کړی او غوښتي یې دي چې د اوزبېکستان د سوداګریزو او ترانزیټي شبکو له لارې چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي محصولاتو د لېږد زمینه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کانونو، کرنې، پروسس، انرژۍ، ماشین‌الاتو، تولید او اقتصادي زیربناوو برخو کې د چیني او اوزبېکستاني شرکتونو د پانګونې جذبولو لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان کړی دی.

هغه ویلي چې په افغانستان کې ګډه پانګونه او د خامو موادو پروسس کولی شي د سیمې هېوادونو لپاره د دوامدارو او متقابلو ګټو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د بلخ والي مولوي محمدیوسف وفا هم په دې ناسته کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ پر ښو او دوستانه اړیکو ټینګار کړی او په بلخ ولایت کې یې د عمومي امنیت او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

وروسته نورالدین عزيزي او ورسره پلاوي د اوزبېکستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتونه هم لیدنه کړې ده.