ژبه

عراقچي: د ایران بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزې صادرولو کې څه ستونزه نه لري

سهراب سروري

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۴

Views: ۲۵

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې دغه وزارت افغانانو ته د ویزې په صادرولو کې کومه ستونزه نه لري او چمتو دی چې د واقعي غوښتونکو لپاره د ویزې صادرولو بهیر اسانه کړي.

ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پرون (شنبه) د خراسان رضوي ولایت له چارواکو سره په ناسته کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اتباعو ته د ویزې صادرولو برخه کې خنډ نه لري او چمتو دی چې د واقعي غوښتونکو، په ځانګړي ډول ناروغانو لپاره د ویزې صادرولو بهیر اسانه کړي.»

هغه زیاته کړې: «د ناروغانو لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه جوړ شي، څو پر شرایطو برابر کسان وکولای شي په لا ډېرې اسانۍ هېواد ته داخل شي او د بهرنیو چارو وزارت هم چمتو دی چې په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.»

عراقچي ویلي چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ډېرې ستونزې، په ځانګړي ډول په سرحدي سیمو کې، د مرکزونو په پرتله د ولایتونو په کچه په لا اسانۍ او چټکۍ حل کېدای شي.

هغه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان له هېوادونو سره په تعامل کې د خراسان رضوي ولایت ظرفیتونو ته په اشاره ویلي چې دغه ولایت له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو او تګ راتګ د پراختیا لپاره لازم صلاحیتونه لري.