ژبه

د افغانستان-ایران ګډې خونې رييس د ودانیز صنعت نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ

سهراب سروری

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۲۱

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان-ایران ګډې خونې مشر کمال‌الدین توحید د ودانیز صنعت نړۍوال نندارتون کې د ګډون په موخه د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی.

د افغانستان-ایران ګډې خونې نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې کمال‌الدین توحید د افغانستان د سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو له ۳۰ کسیز پلاوي سره یوځای تهران ته تللی دی.

دغې خونې څرګنده کړې چې دغه سفر د ودانیز صنعت برخه کې له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو سره د بلدتیا، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو همکاریو د پراختیا لپاره د لا ډېرې زمینې برابرولو په موخه شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې افغان سوداګریز پلاوی د دغه سفر پر مهال د تهران د ودانیز صنعت له نړۍوال نندارتونه د لیدنې ترڅنګ، له یو شمېر ایراني سوداګرو، پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو سره هم وګوري او د ګډې همکارۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړي.