ژبه

خوست کې د بدر په نوم د ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته؛ حقاني: د روغتیايي خدمتونو کیفیت دې لوړ شي

محمديوسف منګل

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۷

Views: ۱۳

خوست‌ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خوست کې د یوه ترکي سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي روغتون د پرانیستې مراسمو کې له روغتیايي بنسټونو وغوښتل چې د خپلو خدمتونو کیفیت لوړ کړي او په دې برخه کې د خلکو باور ترلاسه کړي.

د بدر په نوم د دغه ۵۰ بستریز روغتون مشر قاري ظاهر وقاص وویل، دغه روغتیايي مرکز د خوست ښار لوېدیځ ته د حلقوي سړک پر غاړه د یوه ترکي سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه جوړ شوی چې په نهو بېلابېلو څانګو کې به ناروغانو ته په پنځوس سلنه تخفیف روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

بلخوا، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د یاد روغتون د پرانیستې مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل، یو شمېر افغانان له دې امله چې پر کورنیو روغتیايي مرکزونو باور نه لري، ان د عادي ناروغیو درملنې لپاره هم بهرنیو هېوادونو ته ځي.

هغه زیاته کړه: «زموږ ملت له رواني ستونزو سره مخ دی؛ نو ډاکټران دې هڅه وکړي چې د خپلو روغتیايي پروګرامونو په اړه د ملت باور ترلاسه کړي؛ ځکه بهر ته د ناروغانو د تګ پروسه میاشتې وخت نیسي او که د تګ زمینه هم برابره شي، ډېر کسان د درملنې د لګښتونو د ورکړې توان نه لري.»

نوموړي له ډاکټرانو او روغتیايي مسوولینو وغوښتل چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي او روغتیايي مرکزونه پر ځان بسیا کړي.

د کورنیو چارو د وزیر په خبره، افغانستان له اوږدې مودې ستونزو، بې‌وزلۍ او نورو ننګونو وروسته د بیارغونې پر لوري روان دی او افغانان باید د روغتیا، اقتصاد، صنعت او نورو برخو د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې وکړي.

هغه دغه‌راز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې بشري او خیریه مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي او د افغانستان د روغتیا، پوهنې او نورو اړینو برخو د پیاوړتیا لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

حقاني وویل: «له نړۍوالو زموږ غوښتنه دا ده چې د بشري او خیریه چارو برخه کې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي؛ په ځانګړي ډول د روغتیا او پوهنې برخو ته دې پاملرنه زیاته کړي او له دې برخو سره دې د خیر او مرستې په نظر چلند وشي.»

هغه زیاته کړه چې افغانان له نړۍ سره د دښمنۍ پر ځای د متقابل احترام او همکارۍ اړیکې غواړي او نړۍوال دې هغه امکانات چې پخوا یې پر جګړو لګول، اوس د افغانستان د بیارغونې او بشري چارو لپاره ولګوي.

د نوموړي په خبره: «موږ له نړۍوالو غواړو چې له موږ سره رقابتونه او عداوتونه ونه کړي؛ زموږ له نړۍ سره دښمني نشته؛ پرون چې دلته په جګړه کې میلیاردونه پیسې مصرفېدې، نن دې د خیر په نیت ولګول شي. موږ له نړۍوالو څخه همدا غوښتنه لرو.»

حقاني زیاته کړه چې افغانستان اوس د بیارغونې، اخوت او ګډو ګټو پر مسیر روان دی او له نړۍوالو سره د متقابل احترام او همکارۍ اړیکې غواړي.