ژبه

هرات کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه ونمانځل شوه

Ahmad sohaib

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹:۰۴

Views: ۱۸

هرات ښار (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): هرات کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه؛ د غونډې ګډونوالو د هېواد خپلواکي د افغانانو د مبارزو او سرښندنو پایله وبلله او د خپلواکۍ د تاریخي ارزښتونو پر ساتنې او نوي نسل ته یې پر لېږد ټینګار وکړ.
د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د هېواد په تقویم کې د افغانستان د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې له مهمو تاریخي پېښو ګڼل کېږي.
د غه ورځ د هرات نن د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو، علماوو، فرهنګیانو او عامو خلکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی په دې مراسمو کې وویل چې د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه د هېواد د دفاع په لار کې د افغانستان د خلکو د مېړانې او سرښندنو ته د درناوي څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان خلکو د تېرې یوې پېړۍ په اوږدو کې د سترو قدرتونو پر وړاندې مقاومت کړی او په تېرو سلو کلونو کې یې درې ستر نړیوال قدرتونه مات کړي دي.
ده وویل: “د اسلامي امارت یو شمېر مشران په بېلابېلو پړاوونو کې د شوروي ځواکونو او د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو پر وړاندې په جهاد او مقاومت کې حضور درلود.”
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، پخوانیو مجاهدینو؛ وکیل احمد مجاهد او استاد سیداحمد قتالي هم په دې مراسمو خبرې وکړې، ویې ویل چې د سترو قدرتونو پر وړاندې د افغانستان د خلکو بریا د مقاومت، ټینګ هوډ او الهي نصرت پایله وه.