ژبه

د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

ویدا قلندري

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۲

Views: ۳۸

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د افغانستان او بلاروس د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون دویمه غونډه د بلاروس په پلازمېنه مینسک کې ترسره شوه او دواړو لورو په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (پنجشنبه) خپره شوې، راغلي چې یاده غونډه د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د بلاروس جمهوریت د کرنې او خوړو وزیر یوري ګورلوف په مشرۍ د دغه هېواد په پلازمېنه مینسک ښار کې ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مشرۍ د افغانستان ۱۳ کسیز پلاوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت استازی او د اړوندو ادارو یو شمېر رئیسان په کې شامل وو، ګډون کړی و.

د بلاروس پلاوي هم چې د کرنې او خوړو، صنعت، عامې روغتیا او کانونو وزارتونو مرستیالان، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا، اسټرالیا او اوقیانوسیه چارو سلاکار او د اړوندو ادارو یو شمېر مسوولین په کې شامل وو، په دې غونډه کې ګډون کړی و.

وزارت زیاتوي چې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا، د نوې ټکنالوژۍ د لېږد، افغانستان ته د کرنیزو ماشین‌آلاتو د واردولو، د کیمیاوي سرې د تولید، د لبنیاتو او خوراکي توکو د پروسس او د صنعتي ماشین‌آلاتو د تولید په اړه خبرې کړې دي.

د کرنې وزارت ویلي، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د ګډو پانګونو رامنځته کول، د فابریکو جوړول، د ګډو پروژو عملي کول، د افغان متخصصانو روزنه او د تجربو او ټکنالوژۍ لېږد هم په دې غونډه کې د بحث نور موضوعات وو.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې په افغانستان کې د صنعتي ماشین‌آلاتو د تولید، د افغانستان محصولاتو ته د بلاروس بازارونو ته د لاسرسي د اسانتیا، د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د افغانستان د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې د بلاروسي شرکتونو پانګونې ته د زمینه برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، زاهد په دې غونډه کې ویلي چې د سوداګریز توازن رامنځته کول، بلاروس ته د افغانستان د صادراتو زیاتول، د تېلو د استخراج او تصفیې په برخه کې د بلاروسي شرکتونو پانګونه، د نفتي توکو د واردولو په برخه کې همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د عملي میکانېزمونو جوړول هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د ګډو پروژو د عملي کولو او د پانګونې د اسانتیا لپاره د مناسبو بانکي میکانېزمونو او د پیسو د لېږد پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی.

دغه وزارت څرګنده کړې چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د غواوو د نسل اصلاح، د لبنیاتو پروسس، د کیمیاوي سرو د تولید فابریکو جوړول، د حیواني درملو او واکسین تولید، د تخنیکي کارکوونکو روزنه، د بلاروس د باکیفیته درملو واردول او په افغانستان کې د درملو د تولید په برخه کې د بلاروسي شرکتونو پانګونې په اړه هم خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان په امارتي شرکتونو کې د بلاروس د دولتي شرکتونو ګډه پانګونه هم په دې غونډه کې له مطرح شوو موضوعاتو څخه وه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لیکلي چې په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه، څو د شویو هوکړو او مطرح شوو موضوعاتو د تعقیب او عملي کولو لپاره د دواړو لورو د مرستیالانو په مشرۍ ګډ کاري ګروپ جوړ شي.

 د دغه وزارت په وینا، د یاد کمېسیون غونډه په کال کې یو ځل ترسره کېږي او دواړو لورو په اقتصادي، سوداګریزو، کرنیزو، مالدارۍ او صنعتي برخو کې د همکاریو پر دوام او د ګډو ژمنو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.