ژبه

د برنټ تېلو بیه له ۹۳ ډالرو واوښته؛ د امریکا او ایران کړکېچ د تېلو پر بازار سیوری غوړولی

زرغونه صالحى

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۸

Views: ۲۵

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): په منځني ختیځ کې د کړکېچونو په اړه د اندېښنو د ډېرېدو او د امریکا او ایران ترمنځ د بن‌بست د دوام له امله، د برنټ خامو تېلو د هر بېرل بیه له ۹۳ ډالرو واوښته؛ تهران وایي، د هرمز تنګی به تر هغه تړلی وساتي چې واشنګټن پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

سي‌اېن‌اېن یونان نن (پنج‌شنبه) راپور ورکړی چې د روانې اوونۍ له پیل راهیسې د برنټ تېلو بیه څه باندې څلور سلنه لوړه شوې او په منځني ختیځ کې د وضعیت او د هرمز تنګي پر سر د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو په اړه اندېښنې د تېلو پر بازار اغېز لرونکي عوامل بلل شوي دي.

د راپور له مخې، امریکا او ایران لا هم د هرمز تنګي پر سر اختلاف لري؛ هغه مهمه سمندري لار چې د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو مسیرونو شمېرل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تېل لا هم له دې لارې لېږدول کېږي او زیاته کړې یې ده چې «په یوه وخت کې» له تهران سره د خبرو د بیا پیل احتمال شته.

خو هغه تازه خبرداری ورکړی، هر هېواد چې ایران ته «هر ډول اقتصادي د ژغورنې لاره» برابره کړي، د امریکا له اقتصادي اقداماتو سره به مخ شي.

بلخوا، ایران د هرمز تنګي بیا پرانیستل د امریکا له لوري د ژمنو له عملي کېدو سره مشروط کړي دي.

د ایران د پارلمان مشر او لوړپوړي مذاکره‌کوونکي محمدباقر قالیباف د سې‌شنبې په ورځ (۱۸ اګسټ) ویلي، د هرمز تنګی به تر هغه تړلی پاتې شي چې امریکا د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې شرایط عملي نه کړي.

د هغه په وینا، د ایران پر بندرونو د محاصرې لرې کول، د تېلو د بندیزونو لغوه کول، د تهران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د امریکا د ګواښونو او پوځي عملیاتو پای ته رسول د دغو شرایطو له ډلې دي.

په تازه غبرګون کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل هېواد پر وړاندې د امریکا اقتصادي ګواښونه د «ماتې خوړلو سیاستونو» دوام بللی او واشنګټن یې په «اقتصادي تروریزم» تورن کړی دی.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ټرمپ پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو خبره وکړه.

د هرمز تنګي پر سر د کړکېچونو زیاتېدو او د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د راتلونکي نامعلوم وضعیت، د انرژۍ د عرضې د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.