ژبه

ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر سره د بیا لیدنې غوښتنه کړې ده

ویدا قلندري

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۲

Views: ۳۸

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، غواړي د روان میلادي کال په وروستیو کې د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره بیا وګوري؛ خو پیونګ‌یانګ د دغه وړاندیز په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی او له واشنګټن سره یې د خبرو د بیا پیل لپاره شرایط مطرح کړي دي.
رویټرز نن (جمعه) راپور ورکړی چې ټرمپ دوه ورځې مخکې ویلي، تمه لري د روان کال په وروستیو کې له کیم سره وویني. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې له جنوبي کوریا سره په ګډو پوځي تمرینونو کې یې د امریکا د رول د پام وړ کمولو امر وکړ.
د راپور له مخې، ټرمپ هڅه کوي له شمالي کوریا سره ځنډول شوې خبرې بیا پیل کړي او له کیم سره احتمالي لیدنه په خپله بهرنۍ تګلاره کې د یوې لاسته‌راوړنې په توګه مطرح کړي.
رویټرز لیکلي چې د شمالي کوریا د رهبر خور کیم یو جونګ د واشنګټن د هڅو په غبرګون کې ویلي، پیونګ‌یانګ لا هم د امریکا په «دښمنانه» سیاست کې د بدلون نښه نه ویني؛ خو زیاته کړې یې ده چې د ټرمپ او کیم ترمنځ شخصي اړیکې لا هم «عالي» دي.
شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو کمول هم بسنه کوونکي نه دي بللي او ټینګار یې کړی چې واشنګټن باید له پیونګ‌یانګ سره د خبرو د بیا پیل لپاره په خپله تګلاره کې بدلون راولي.
ټرمپ او کیم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې څو تاریخي لیدنې کړې وې؛ خو د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د دواړو لورو خبرې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې.
رویټرز زیاته کړې چې له چین او روسیې سره د پیونګ‌یانګ د اړیکو پراختیا د واشنګټن سره د خبرو بیا پیلولو ته د دغه هېواد اړتیا د پخوا په پرتله کمه کړې ده.