ژبه

امریکا پر کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده

احمد صهیب حسرت

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۸

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې د سوداګرۍ په اړه د امریکا او کاناډا ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، واشنګټن د کاناډا د میلیاردونو ډالرو پر وارداتي توکو ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده.

الجزیرې راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو چارواکي په واشنګټن کې له درېیو ورځو خبرو وروسته ونه توانېدل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو مخکې پر یوه سوداګریز تړون هوکړې ته ورسېږي.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې هېواد به یې د امریکا د نوو تعرفو غبرګون کې په هماغه کچه متقابل اقدام وکړي.

هغه زیاته کړې چې که څه هم په تېرو اونیو کې له امریکا سره په خبرو کې پرمختګ شوی، خو دغه پرمختګ د هغو موخو ځواب ویونکی نه دی چې کاناډا یې لري.

کارني ویلي چې حکومت به یې په راتلونکو ورځو کې د هغو کارګرانو او شرکتونو د ملاتړ لپاره نوي اقدامات اعلان کړي چې له سوداګریزو کړکېچونو اغېزمنېږي.

بلخوا، د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر کاناډا د خبرو ناکامېدو مسووله بللی او ویلي یې دي چې اوتاوا د هغو شرایطو پر بنسټ د تړون له وروستي کولو ډډه کړې چې د اونۍ په پیل کې پرې هوکړه شوې وه.

د راپور له مخې، نوې تعرفې امریکا ته د کاناډا د وارداتو شاوخوا پنځه سلنه برخه اغېزمنوي او د امریکا د مخکنیو تعرفو سربېره به د کاناډا پر فولادو، لرګیو او موټرو هم عملي شي.

د راپور له مخې، ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیله راهیسې پر یو شمېر مهمو کاناډايي توکو تعرفې لګولې وې چې کاناډا هم په غبرګون کې متقابل سوداګریز اقدامات ترسره کړل.

رویټرز لیکلي چې له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز کړکېچ دوام لري او واشنګټن څو ځله پر کاناډايي توکو د نوو تعرفو لګولو خبر ورکړی دی.