ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۲ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۰۹

Views: ۲۵

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۲ کورنۍ چې ۱۰۱۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۱۵ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۹ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۴۸ کورنۍ چې ۷۷۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۱۵ کورنۍ چې ۷۲ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۳۱ زره  افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۶۶ کورنیو سره په ټولیز ډول ۵۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۳۲ کورنۍ چې ۱۶۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۳ کورنۍ چې ۱۱۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۱۴۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۳۱ کورنیو سره په ټولیز ډول ۲۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۰ کورنۍ چې ۳۹ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۳۰۶ مسافر هم راستانه شوي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۲ کورنۍ چې ۳۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۲ کورنیو سره ۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۵۲ کورنۍ چې ۲۶۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۲۴۳ زره او ۶۰۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۲۰۲ کورنۍ چې ۱۰۱۶ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۱۵ کورنۍ چې ۴۵۵ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۱۰۹ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۱۷۷ سیمکارتونه وېشل شوي دي.