ژبه

فطرت: له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې راستنو شوو سوداګرو ۶۸ میلیون ډالر  پانګونه کړې ده

هجرت‌الله کاکړ

۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۵

Views: ۲۴

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ۸۹ سوداګر او صنعتکاران هېواد ته راستانه شوي او دغلته یې ۶۸ میلیون ډالر پانګونه کړې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ويلي: «له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د جبري اخراجېدونکو مهاجرینو په بهیر کې ۸۹ سوداګر او صنعتکاران چې ډلې یې یو تن د لوړې کچې او ۷۴ تنه د منځنۍ کچې او ۱۴ د ټيټې کچې سوداګر او صنعتکاران دي، هېواد ته راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته خدمات او سهولتونه هم برابر شوې دي.»

هغه زیاته کړې، دوی ته د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریب ځمکه وېشل شوې ده.

نوموړی ویلي چې یادو سوداګرو او صنعتکارانو په ټولیز ډول ۶۸ میلیون ډالره پانګونه کړې او ۴۶۶۱ کسانو ته په مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر شوې دي.

فطرت زیاته کړې، د ۱۵ سوداګرو او صنعتکارانو اسناد ارزول شوي او د بشپړېدو په حال کې دي او هغوی به هم له نافذه اصولو سره سم له امتیازاتو او اسانتیاو برخمن شي.