کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر به سبا دوشنبه تهران ته سفر وکړي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن یکشنبه خبریالانو ته ویلي چې دا سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د اسلاماباد د هڅو په دوام ترسره کېږي.
د هغه په وینا، عاصم منیر به د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ تهران ته سفر وکړي.
بقایي زیاته کړې چې عاصم منیر به د دې سفر په ترڅ کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او خبرې به ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي تېره شپه له عاصم منیر سره د سیمې د وروستیو تحولاتو او په لوېدیځه اسیا کې د سولې، ثبات او امنیت د پیاوړتیا پر اغېزناکو لارو چارو خبرې کړې وې.