ژبه

عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته لومړۍ افغان‌الاصله ښځه وټاکل شوه

پژواک

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱:۰۸

Views: ۳

عایشه وهاب د کلیفورنیا له ۱۴مې ولسوالۍ څخه د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه چې د امریکا کانګرس ته یې لاره ومندله.

دا ټاکنې د کانګرس د ۱۴مې ټاکنيزې حوزې څوکۍ لپاره ترسره شوې او عایشې په کې د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرنانډېز سره سیالي کوله.

وهاب د کانګرس د پخواني غړي اریک سوالوېل له استعفا وروسته د خالي شوې څوکۍ لپاره په ضمني ټاکنو کې برخه اخیستې وه او د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرنانډېز څخه یې سیالي وګتله.

وهاب به د سوالوېل د پاتې دورې تر پای، یعنې د ۲۰۲۷م کال تر جنورۍ پورې، په استازو جرګه کې د دې ولسوالۍ استازیتوب وکړي.

عایشه وهاب د افغان کډوالو په کورنۍ کې په نیویارک کې زېږېدلې ده. هغې وروسته په کالیفورنیا کې زده‌ کړې کړې او د دغه ایالت په سیاست کې یې فعالیت پېل کړ. وهاب تر دې وړاندې د کالیفورنیا په ایالتي سیاست کې هم مهمې دندې ترسره کړې دي او د ایالتي سناتورې په توګه یې دنده ترسره کوله.

ټاکل شوې ده چې عایشه وهاب د نومبر پر درېیمه یو ځل بیا د همدې څوکۍ د بشپړې دوه کلنې دورې لپاره انتخاباتو ته ودرېږي. د هغې بریا د افغان ـ امریکايي ټولنې لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه دا لومړی ځل دی چې یوه افغان ـ امریکايۍ ښځه د امریکا د کانګرس استازو جرګې ته لار پیدا کوي.

وهاب تر دې مخکې د کلیفورنیا ایالتي سنا ته د لومړۍ مسلمانې او لومړۍ افغان‌الاصلې امریکایۍ په توګه ټاکل شوې وه. اوس هغه د انتخاباتو له لارې د لومړۍ افغان‌الاصل امریکایۍ شوه چې کانګریس ته رسېږي.

وهاب د جون په غیرګوندي لومړنیو ټاکنو کې له هرنانډېز څخه د ۲۵ سلنې څخه د زیاتو رایو په توپیر مخکې وه. خو د انتخاباتو وروستۍ مرحله ورته سخته تمامه شوه، ځکه د هغې کمپاین له هغو بهرنیو سیاسي کمېټو (PACs) سره مخامخ شو چې یا یې د هغې د سیالې ملاتړ کاوه او یا یې د وهاب پر سیاسي سابقې نیوکې کولې.

راپورونه وايي چې لویو سیاسي کمېټو په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه ۵ میلیون ډالر د وهاب پر ضد په فعالیتونو ولګول. دا کمېټې کولای شي د نوماندانو د ملاتړ یا مخالفت لپاره نامحدودې پیسې ولګوي، چې له همدې امله د انتخاباتي لګښتونو کچه د دې سیالۍ مهم عامل وګرځېد.

د امریکا د اسرائیلو د عامه چارو کمېټه (AIPAC) د دغو سیاسي لګښتونو له مهمو سرچینو څخه وه. د راپورونو له مخې، له ۳ میلیون ډالرو څخه ډېرې پیسې د هرنانډېز د کمپاین د پیاوړتیا لپاره ولګول شوې. خو د وهاب پر ضد خپرېدونکو اعلانونو تر ډېره د کلیفورنیا په سنا جرګه کې د هغې د دندې پر مهال د عامه امنیت پر دریځونو تمرکز درلود او په مستقیم ډول یې د اسرائیل یا په غزه کې د جګړې په اړه د هغې دریځونه نه څرګندول.

عایشه وهاب په ۱۹۸۷ کال کې په نیویارک ښار کې د هغو افغان کډوالو په کورنۍ کې زیږېدلې چې د شوروي ـ افغان جګړې پر مهال له افغانستانه وتلي وو.

وروسته له هغې چې پلار یې ووژل شو او مور یې هم مړه شوه، وهاب د ماشومتوب یوه برخه د سرپرستۍ په سیستم کې تېره کړه. وروسته د سان‌فرانسیسکو د خلیج سیمې د فریمونټ او هېوارډ په سیمه کې یوې افغان‌امریکایۍ کورنۍ هغه په لورولۍ ومنله.

وهاب د جنوبي کلیفورنیا له پوهنتون څخه د ټولنیزو کارونو په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه او وروسته یې سیمه‌ییز سیاست ته مخه کړه. په ۲۰۱۸ کال کې د هېوارډ ښاروالۍ شورا ته وټاکل شوه او په امریکا کې له لومړنیو افغان‌امریکایانو څخه شوه چې یوې انتخاباتي دولتي دندې ته ورسېده. نوموړې ډېری وخت په امریکا کې د سیاسي څوکۍ ګټونکې لومړۍ افغان‌امریکایۍ ښځه بلل کېږي.

په ۲۰۲۲ کال کې وهاب یو بل مهم پړاو هم وواهه او د کلیفورنیا د ۱۰مې حوزې ایالتي سناتوره وټاکل شوه. په دې سره هغه د کلیفورنیا په سنا کې لومړۍ مسلمانه او لومړۍ افغان‌امریکایۍ شوه. وروسته یې د اکثریت د مرستیالې مشرې په توګه هم دنده ترسره کړه.

وهاب د دیموکرات ګوند د هغو پرمختګپالو نوماندانو له ډلې ده چې سږ کال د کانګرس لپاره بیا سیالي کوي. د هغې سیاسي پروګرام د یو شمېر نورو پرمختګپالو نوماندانو له اجنډاوو سره ورته والی لري.

نوموړې د ټولو لپاره د روغتیايي خدمتونو، پر میلیاردرانو د لوړو مالیاتو، د معلوماتي مرکزونو پر جوړولو د لنډمهال بندیز، د سقط د قانوني د پاتې کېدو او د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې ICE د لغوه کولو ملاتړ کړی دی.

هغې په دې ډول سیاسي دریځونو داسي تمایل څرګند کړی چې غواړي ټولنیز او اقتصادي پروګرامونه پراخ کړي او د شتمنو او کډوالۍ په اړه سختې تګلارې رامنځته کړي.