ژبه

د روسیې سوېل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید؛ دوه ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي

آرشیف

احمد صهیب حسرت

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۲

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسیې سوېل کې د کراسنودار سیمې پر یوه وړکتون د بې‌پیلوټه الوتکې د پاتې‌شونو لوېدو له امله دوه ماشومان وژل شوي او د اوو ماشومانو په ګډون نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د کراسنودار والي وینامین کوندراتیف ویلي، دغه پېښه تېره شپه شوې ده.

د هغه په خبره، د بې‌پیلوټه الوتکې پاتې‌شوني پر استوګنیزو ودانیو هم لوېدلي او په څو ګودامونو کې د اورلګېدنې لامل شوي دي.

روسي انلاین پلورنځي «اوزون» هم ویلي چې د دغه برید له امله د دغه شرکت په یوه لوژستیکي مرکز کې اور لګېدلی دی.

ورته مهال، د روسیې د ستاوروپول سیمې چارواکو ویلي چې د نوینومیسک ښار په یوه صنعتي سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکو برید شنډ شوی دی.

رویټرز لیکلي چې اوکراین په وروستیو میاشتو کې د روسیې دننه پر لوژستیکي مرکزونو او ګودامونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

بلخوا، اوکرایني چارواکو ویلي چې د اوکراین په شمال‌ختیځ کې د خارکیف ښار په څنډه کې د روسیې په یوه برید کې درې کسان وژل شوي دي.

د روسیې او اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوې او اوس پنځم کال ته داخله شوې ده.