ژبه

د هلمند په بنادر دښته کې د یوې کورنۍ ورک شوي څلور غړي وموندل شول

امين سمسور

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۵

Views: ۱۲

لښکرګاه (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د هلمند ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په بنادر دښته کې د یوې کورنۍ څلور غړي – چې د تېزو بادونو او دوړو له امله ورک شوې وو –  نن سهار روغ رومټ وموندل شول.

د هلمند د ولایت ویاند محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل، په ورک شوو کسانو کې یوه ښځه، دوه نارینه او یو دوه میاشتنی ماشوم شامل وو چې تر ژغورل کېدو وروسته یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

هغه زیاته کړه، یاد کسان د شنبې په ورځ له بهرامچې د بنادر پر لور روان وو چې د چکول غره له سیمې د تېرېدو پر مهال یې لاره ورکه کړې وه او موټر یې هم خراب شوی و.

د نوموړي په خبره، ځمکنیو او هوايي ځواکونو وړمه ورځ، پرون او تېره شپه د یادې کورنۍ موندلو لپاره عملیات ترسره کړل، خو د سیمې د سختو شرایطو له امله یې په موندلو کې ستونزې موجودې وې.

ریاض وویل، د ژغورنې عملیات نن سهار هم دوام درلود چې بالاخره یاده کورنۍ د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د بنادر په دښته کې وموندل شوه.

دی وایي، دوه میاشتنی ماشوم د اوږدې مودې لپاره د خوړو او اوبو د نشتوالي له امله لږ وږی او تږی شوی و، خو د کورنۍ د نورو غړو په ګډون یې روغتیايي وضعیت ښه دی.

هغه وویل، یاد کسان له اصلي لارې ډېر لرې تللي وو، له همدې امله د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د ژغورنې ډلې نه وې توانېدلې چې هغوی پیدا کړي.