ژبه

اوکرایني ډرونونو په روسیه کې د «وایلډبېریز» لوی لوژستیکي مرکز ویجاړ کړی

Reuters

خواجه نصیراحمد صدیقی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۰

Views: ۶

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): اوکراین د اوږدواټن ډرونونو په مټ د روسیې په تامبوف سیمه کې د دغه هېواد د تر ټولو لوی انلاین پلورونکي شرکت «وایلډبېریز» پر یوه لوی لوژستیکي مرکز برید کړی چې له امله یې دغه مرکز ویجاړ شوی او دوه کسان ټپیان دي.

اسوشېټډ پرېس د ځايي چارواکو له قوله لیکلي چې د برید له امله په مرکز کې پراخ اور لګېدلی او تاسیسات په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

د تامبوف والي یوګیني پرویشوف ویلي، په پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي چې یو یې   ۱۹ کلن ځوان دی او بله ۴۹ کلنه ښځه ده.

 وایلډبېریز هم پر خپل مرکز برید او اورلګېدنه تایید کړې او ویلي یې دي چې ودانۍ تخلیه شوې وه، خو د اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د راپور له مخې، اوکرایني ځواکونو د جولای په ۱۸مه هم په تامبوف کې پر همدې مرکز برید کړی و چې له امله یې اووه کسان وژل شوي وو.

اسوشېټډ پرېس لیکلي چې اوکراین په وروستیو اوونیو کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې د «وایلډبېریز» لسګونه مرکزونه په نښه کړي دي. اوکرایني چارواکي وایي، د دغه شرکت په پلورل کېدونکو توکو کې داسې وسایل او تخنیکي پرزې هم شاملې دي چې د روسیې پوځ ترې استفاده کوي.

بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه د روسیې په ۱۵ سیمو او کریمیا کې ۴۲۶ اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي.

په ورته وخت کې، د روسیې د لیپتسک سیمې والي ایګور ارتامونوف ویلي چې پر یوه کور د ډرون د لوېدو او ورپسې اورلګېدنې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

اوکراین په وروستیو میاشتو کې د روسیې پر لوژستیکي او نفتي تاسیساتو اوږدواټن ډرون بریدونه زیات کړي، په داسې حال کې چې روسیه هم پر اوکراین د توغندیو، بمونو او ډرونونو بریدونو ته دوام ورکوي.