ژبه

د کال په لومړۍ نیمایي کې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر څه باندې ۳۱ سلنه کم شوی

REUTERS

خواجه نصیراحمد صدیقی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۴۳

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر څه باندې ۳۱ سلنه کم شوی؛ دا کموالی د فبرورۍ په ۲۸مه د جګړې له پیلېدو وروسته په سیمه کې د الوتنو د پراخو ګډوډیو له امله رامنځته شوی دی.

دغه جګړه د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو سره پیل شوه او وروسته ایران هم غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل.

د هغه راپور له مخې چې «سټریټ‌این‌سایډر» (StreetInsider) د رویټرز په حواله خپور کړی، دې جګړې د خلیج په هېوادونو کې هوايي تګ راتګ سخت ګډوډ کړی دی.

په راپور کې د دوبۍ د هوايي ډګرونو ادارې له قوله ویل شوي چې دغه هوايي ډګر د روان کال په دویمه ربع کې ۱۳ میلیونه مسافر لرل او د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مسافرو ټول شمېر ۳۱.۵ میلیونو ته رسېدلی؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دغه شمېر ۴۶ میلیونه و.

سرچینې زیاته کړې چې د کال په لومړۍ نیمایي کې د الوتکو د ناستې او پورته کېدو شمېر ۱۵۰ زره او ۶۰۰ ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲.۱ سلنه کموالی ښيي.

د راپور له مخې، یادې جګړې د هوايي چلند برخه له پراخو ګډوډیو سره مخ کړې او د یو شمېر الوتنو د لغوه کېدو، د وختونو د بدلېدو او د مسیرونو د اړولو لامل شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د دې وضعیت اغېزې یوازې د خلیج تر هېوادونو محدودې نه دي پاتې شوې او د الوتکو د سون‌توکو د بیو لوړېدو په نړیواله کچه پر هوايي شرکتونو فشار زیات کړی دی.

سرچینه زیاتوي، د منځني ختیځ هوايي شرکتونه، چې ځینې یې د نړۍ له سترو هوايي شرکتونو څخه دي، د جګړې له امله د خپلو الوتنو په شبکو کې له ګډوډۍ سره مخ شوي؛ خو ورو ورو یې فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.

د امارات هوايي شرکت مشر ټیم کلارک تېره میاشت ویلي وو چې دغه شرکت په ۹۰ سلنه ظرفیت فعالیت کوي.

خو د راپور له مخې، لوی هوايي شرکتونه، د لوفت‌هانزا، بریټش ایروېز او سنګاپور ایرلاینز په ګډون، لا هم احتیاط کوي او د سیمې پر یو شمېر مسیرونو یې د الوتنو ځنډول غځولي دي.

د دوبۍ د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، له دې وضعیت سره سره د نړیوالو هوايي شرکتونو تدریجي بېرته راتګ، د هوايي اړیکو ښه کېدل او په الوتنو کې د مسافرو د شمېر زیاتوالی په مهمو بازارونو کې د تقاضا د دوام او د کال له دویمې نیمایي مخکې د باور د زیاتېدو نښې دي؛ هغه موده چې معمولاً د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر ډېر مسافر لري.

دغې ادارې د جګړې له پیلېدو مخکې اټکل کړی و چې روان کال به د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر د مسافرو شمېر نږدې ۱۰۰ میلیونو ته ورسېږي.