منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د نوبل د سولې جایزې ګټونکی نن اعلانېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د نوبل د سولې جایزې ګټونکی به نن (جمعه) د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې اعلان شي؛ سږ کال د دې جایزې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غبرګون د پام وړ بلل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، ټرمپ لېوال دی چې دغه جایزه وګټي، خو کارپوهان پر دې باور دي چې نوموړی به د سږ کال د جایزې ګټونکی نه وي.

د راپور له مخې، ټرمپ ادعا کړې چې تر اتو پورې جګړې یې پای ته رسولې دي، خو د دغو ادعاوو د ملاتړ لپاره کره شواهد نه دي وړاندې شوي..

د يادونې ده، د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزه د وینزویلا د اپوزېسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو ته ورکړل شوې وه؛ نوموړې د وینزویلا د خلکو د دیموکراتیکو حقونو او د یوه عادلانه او سوله‌ییز سیاسي بدلون لپاره د هڅو له امله وستایل شوه.

یاده جایزه هر کال هغو کسانو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د سولې ټینګښت، د شخړو د حل او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یې د پام وړ هڅې کړې وي. د دې جایزې ګټونکی د ناروې د نوبل کمېټه ټاکي او د جایزې مراسم د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ترسره کېږي.