کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني تهران ته سفر کوي.
د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د قطر لومړی وزیر به نن (پنجشنبه) تهران ته سفر وکړي.
هغه زیاته کړې چې دغه سفر د ایران او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په سیمه کې د سولې او امنیت د پیاوړتیا په موخه د روانو سلا مشورو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
نوموړي په تېرو میاشتو کې د سیمهییزو کړکېچونو زیاتېدو د مخنیوي لپاره د قطر د هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې محمد بن عبدالرحمن آل ثاني به له ایراني چارواکو سره په لیدنو کې د قطر د منځګړیتوب د هڅو او نوښتونو د دوام او د سیمې د نورو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
بلخوا، رویټرز هم د بقایي له قوله راپور ورکړی چې د قطر لومړی وزیر به نن تهران ته سفر وکړي، څو د منځګړیتوب د هڅو د دوام او د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو په اړه خبرې وکړي.