ژبه

ایران او عمان هرمز تنګي کې د لنډمهاله سمندري دهلېز جوړولو په اړه غږېدلي

احمد صهیب حسرت

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۸

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ پر سوله هوکړې ته د رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې له کړکېچ سره مخ شوې دي، ایران وایي چې له عمان سره یې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د مدیریت په اړه خبرې بیا پیل کړې او د یوه «لنډمهاله ګډ سمندري دهلېز» پر جوړولو یې بحث کړی دی.

رویټرز نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي پرون په تهران کې سره لیدلي دي.

د راپور له مخې، ایران او عمان په تېرو څو اونیو کې په پرله‌پسې ډول د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د مدیریت په اړه خبرې کړې دي. د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل مخکې د نړۍ پنځمه برخه تېل او مایع ګاز له دې لارې لېږدول کېدل.

سرچینې لیکلي، دواړو هېوادونو ویلي چې په وروستیو خبرو کې په هرمز تنګي کې د یوه «لنډمهاله ګډ سمندري دهلېز» پر جوړولو او له ماینونو د دغه مسیر پر پاکولو بحث شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په دغه تنګي کې ټول ماینونه پاک شوي؛ هغه له دې مخکې هم دا ادعا کړې وه.

رویټرز لیکلي چې که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ فعالې نښتې تر ډېره کمې شوې دي، خو د سولې هوکړې ته د رسېدو ډیپلوماټیکې هڅې درېدلې او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ لا هم له خطر سره مخ دی.

د راپور د معلوماتو له مخې، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي چې د سې شنبې په ورځ د عمان د «اش شیبه» شمال‌ختیځ په شاوخوا ۱۷ کیلومترۍ کې، د هرمز تنګي په ورودي برخه کې یوه نفت‌لېږدوونکې بېړۍ د یوه نامعلوم توغندي له لوري په نښه شوې او له حرکته لوېدلې ده.

بلخوا، امریکا د کړکېچ له نسبي کمېدو وروسته په منځني ختیځ کې خپلو هغو ډیپلوماتیکو استازولیو ته د ځینو کارکوونکو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړی چې مخکې ترې ایستل شوي یا یې فعالیتونه محدود شوي وو.