ژبه

خیبرپښتونخوا کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي

احمد صهیب حسرت

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۶

Views: ۱۹

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د خیبرپښتونخوا په ایبټ‌اباد کې ژورې درې ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله څلور کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پېښه د کلکوټ پر لاره، «کلکوټ مور» ته نږدې رامنځته شوې ده.

د ځايي چارواکو په وینا، یاد بس تېره ورځ له  غرمې وروسته نږدې دوه نیمې بجې له «چوبګران» څخه د راولپنډۍ پر لور روان و چې ژورې درې ته ولوېد.

ځایي چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې څلور کسان – چې یوه ۶۱ کلنه ښځه، دوې شپږ او نهه کلنې نجونې او یو ۶۴ کلن سړی پکې شامل دي-  مړه شوي دي.

ډان لیکلي چې ټپیان د راولپنډۍ او مري روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، په ټپیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.

پولیس وایي، د بس چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی خو د نیولو هڅې یې روانې دي.