ژبه

د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو په هیله د نفتو بیې دوه سلنه راټیټې شوې

خواجه نصیراحمد صدیقی

۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۳

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې شاوخوا دوه سلنه راټیټې شوې دي؛ هم‌مهاله د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د ایران او عمان د خبرو بیا پیلېدو، د دې لارې د بېرته پرانیستل کېدو هیلې زیاتې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، په نړیوالو بازارونو کې د برنټ خامو تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه نن سهار د کابل پر وخت نږدې پنځه بجې، ۱.۷۸ ډالره یا دوه سلنه راکمه او هر بېرل ۸۶.۸۰ ډالرو ته ورسېده؛ د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه هم ۱.۴۹ ډالره یا ۱.۸ سلنه راکمه او د هر بېرل بیه ۸۰.۸۷ ډالرو ته ورسېده.

رویټرز وایي، د نفتو دواړه عمده شاخصونه د سه‌شنبې ورځې په معاملو کې هم تر درې سلنې ډېر راټیټ شوي وو.

د «فوجیتومي سکیورټیز» شرکت شنونکي مېتسورو مورایشي ویلي، بازار لا هم د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ اړوندو تحولاتو ته غبرګون ښيي او د ایران او عمان په خبرو کې د پرمختګ هیلو په بازار کې د پلور کچه لوړه کړې ده.

ده زیاته کړې، سره له دې چې د وضعیت راتلونکی لا هم روښانه نه دی، ځینې سوداګر د ټیټو بیو پر مهال پېر ته هڅول شوي او دې چارې د نفتو د بیو د لا ډېرې راټیټېدو مخه نیولې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، ایران او عمان په وروستیو اوونیو کې په نوبتي ډول د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د مدیریت په اړه خبرې کړې دي.

دواړو هېوادونو د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز تنګي له لارې یې د «یوه ګډ موقتي سمندري مسیر» د جوړېدو په اړه خبرې کړي او له دې لارې د ماینونو پر پاکولو یې هم هوکړه کړې ده.

په همدې حال کې، دوو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي چې امریکا په منځني ختیځ کې ځینو دیپلوماتیکو استازولیو ته د خپلو یو شمېر کارکوونکو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړی؛ هغه استازولۍ چې له ایران سره د ترینګلتیاوو له امله تخلیه شوې وې او یا یې فعالیتونه محدود شوي وو.

د دغو سرچینو په وینا، دا اقدام ښيي چې واشنګټن په نږدې راتلونکې کې له ایران سره د شخړې د لا پراخېدو خطر کم ارزوي؛ خو ځینې سفارتونه به په لومړي پړاو کې په بشپړ ظرفیت فعالیت ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د دوشنبې په ورځ پر ایران خپل بندیزونه د دغه هېواد د اقتصادي سرچینو د محدودولو په هدف پراخ کړل او خبرداری یې ورکړ، هغه هېوادونه چې له تهران سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي، ښايي له محدودیتونو سره مخ شي؛ خو واشنګټن ویلي چې دا محدودیتونه به سمدستي نه عملي کېږي.

ایراني چارواکو ویلي چې واشنګټن به په دغو فشارونو کې بریالی نه شي.