ژبه

نیپال کې وروستي سېلابونه؛ د مړه شوو کسانو شمېر ۴۶۹ ته رسېدلی

خواجه نصیراحمد صدیقی

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۰۸:۴۰

Views: ۹

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د نیپال پولیسو ویلي چې په دغه هېواد کې د وروستیو ناڅاپي سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۴۶۹ ته لوړ شوی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د نیپال پولیسو نن (جمعه، د اګسټ ۲۸مه) اعلان کړی چې د روانې اونۍ په پیل کې په دغه هېواد کې د ناڅاپي سېلابونو راتلو له امله د مړه شوو شمېر ۴۶۹ ته رسېدلی دی.

سرچينې له دې مخکې راپور ورکړی و چې په نیپال او تبت کې نږدې زر کسان نادرکه شوي او د ژغورنې ډلې د درنو ماشینونو او پلټونکو سپیو په مرسته په خټو او خځلو کې د قربانیانو او نادرکه کسانو لټون کوي.

دغه سېلاب د چهارشنبې په ورځ د همالیا په غرنیو سیمو کې راغی. د کارپوهانو په خبره، ښایي د یوه طبیعي یخچال نړېدو له امله د اوبو، ډبرو، یخ، خټو او خاورو ستره اندازه د سیندونو په مسیر کې بهېدلې وي.

سېلاب کلیو او درو ته ننوتلی او د تبت د لهاسا او د نیپال د پلازمېنې کتماندو ترمنځ پر غځېدلې لارې یې د برېښنا بندونه، سړکونه او پلونه ویجاړ کړي دي. د رویټرز د مخکني راپور له مخې، له نادرکه کسانو څخه لږ تر لږه ۵۴۰ يې بهرني وګړي دي.

د نیپال چارواکي د چورلکو په وسیله د لټون او ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکوي او هغو زرګونو کسانو ته بېړنۍ مرستې رسوي چې په زیانمنو سیمو کې بند پاتې دي.

بلخوا، د نیپال د پېښو د مدیریت ادارې خبرداری ورکړی چې «بهوتیکوشي» سیند د خاورو او خځلو له امله بند شوی او په پایله کې یې یو ډنډ جوړ شوی چې د اوبو کچه پکې لوړېږي او د ماتېدو خطر یې شته.

چین هم خبرداری ورکړی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې به شاوخوا درې میلیونه مکعب متره اوبه یوه بل بند شوي ډنډ ته داخلې شي او د نوي سېلاب د رامنځته کېدو احتمال شته.

د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د تبت په «ګیرونګ» ولسوالۍ کې ۵۵۸ کسان، چې ۲۶۰ یې بهرني وګړي دي، نادرکه شوي او تر اوسه په چین کې د درېیو کسانو مړینه تایید شوې ده.

د نیپال لومړي وزیر ویلي چې د خلکو ژغورل، د نادرکه کسانو لټون، د ټپیانو درملنه او زیانمنو کورنیو ته د بېړنیو مرستو رسول لومړیتوب لري.