ژبه

د بغلان ولایت مقام: نهرین کې دوه وسله‌وال مخالفین ووژل شول

پژواک

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۹

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د بغلان ولایت مقام وایي، د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ په چهارسايي کلي کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د بغلان د ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي: «په وژل شوو کسانو کې قوماندان شمسي خرابات او قوماندان بابه شامل دي چې د یادې سیمې په کچه د ناامنۍ او ګډوډۍ په رامنځته کولو کې د لاس لرونکو کسانو په توګه یاد شوي دي.»

سرچینه زیاتوي، ياد عمليات تېره شپه ترسره شوي چې پر مهال یې یاد دواړه کسان وژل شوي دي.

 خبرپاڼه کاږي چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو موخه د سیمې د امنیت ټینګښت، د ناامنۍ مخنیوی او د خلکو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول دي.