ژبه

په اروزګان کې د دوو قومونو ۱۶ کلنه دښمني په سوله پای ته ورسېده

زرغونه صالحي

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۵

Views: ۳۷

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د اروزګان سیمه‌ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني، چې له امله یې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه او دواړو لورو سوله وکړه.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دښمني ۱۶ کاله مخکې د خاص اروزګان ولسوالۍ د باغچر په سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې وه.

سرچینې زیاته کړې چې د دغه اختلاف له امله د دواړو لورو اړیکې کلونه ترینګلې وې او وخت ناوخت د بیا نښتو احتمال هم موجود و.

دغه وزارت لیکلي: «د دواړو لورو د ادعاوو له مخې، د دې دښمنۍ په ترڅ کې شاوخوا ۱۶ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.»

د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت مسوولینو د دغه اختلاف د حل لپاره څو ځله د ښکېلو کورنیو له مشرانو سره لیدلي او هغوی یې سولې او پخلاینې ته هڅولي وو.

سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې د دغو هڅو او د یوې شرعي پرېکړې له صادرېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ اختلاف حل شوی او د هر لوري حق مستحقو کسانو ته سپارل شوی دی.