ژبه

غزني کې د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو کمښت

واحد الله جمعه زاده

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۰۸:۲۹

Views: ۷

غزني‌ښار (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د غزني په قره‌باغ کې د شهید عبدالسلام ښوونځي له ۲۷ ټولګیو د ۱۹ هغو زده‌کوونکي په ازاده فضا کې درس وایي او خلک ورته ۱۶ درسي خونې جوړوي؛ د پوهنې ریاست وایي، په غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، درې زره نورو ښوونکو ته اړتیا ده او د ستونزو د حل هڅې کوي.

په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یاد ښوونځي زده‌کوونکي او د سیمې اوسېدونکي وایي، د درسي خونو او ښوونکو کمښت د زده‌کوونکو پر زده‌کړو اغېز کړی؛ په ازاده فضا کې درس ویل یې د روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د ښوونځي ترڅنګ د کابل ـ کندهار لویې لارې ترافیک یې د خوندیتوب لپاره جدي ستونزه بللې ده.

د دغه ښوونځي سرښوونکي عبدالقادر جلالزي پژواک ته وویل، یاد ښوونځی په ۱۳۷۲ کال کې جوړ شوی او اوس مهال یوازې اته درسي خونې لري. ده زیاته کړه، د درسي خونو د کمښت له امله زده‌کوونکي په ګرمۍ، باران او دوړو کې په ازاده فضا کې درس وایي چې د هغوی پر زده‌کړو او تمرکز منفي اغېز کوي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، په ازاده فضا کې زده‌کړې نه یوازې د زده‌کوونکو پر درسونو منفي اغېز کوي، بلکې د ګرمۍ، باران او دوړو له امله یې روغتیا هم اغېزمنېږي.

د یادې ولسوالۍ د مشکي سیمې قومي مشر مولوي عبدالرزاق وایي، زده‌کوونکي په اوړي کې د اوږدې مودې لپاره تر لمر لاندې درس وایي او ځینې یې د ګرمۍ له امله ناروغان کېږي.

عبدالرزاق زیاته کړه، ښوونځی د کابل ـ کندهار لویې لارې ته څېرمه موقعیت لري او د موټرو چټک تګ راتګ د زده‌کوونکو د خوندیتوب په اړه د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

هغه وویل چې زده‌کوونکي وخت ناوخت پر دې لاره له ترافیکي پېښو سره مخ کېږي. د هغه په وینا، درې میاشتې وړاندې د اووم ټولګي یو زده‌کوونکی پر همدې لاره په ترافیکي پېښه کې مړ شوی و.

د ده د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي او په دغو پېښو کې څلورو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښت هم شکایت کوي

د دغه ښوونځي یوه زده‌کوونکي محمدالله بیا د درسي خونو د کمښت ترڅنګ د ښوونکو کمښت هم له مهمو ستونزو وباله.

هغه وویل: «موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو؛ درسي خونې کمې دي، ځینې زده‌کوونکي په ازاده فضا کې درس وایي او د استادانو له کمښت سره هم مخ یو.»

د زده‌کوونکو په وینا، په ښوونځي کې په ځانګړې توګه د ریاضي، انګلیسي، فزیک، کیمیا، بیولوژي، جغرافیې او تاریخ مضمونونو د ښوونکو کمښت شته.

د غزني د پوهنې ریاست هم په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه مني.

د یاد ریاست رییس مولوي نصیر احمد حسيني وایي، په غزني کې د ښوونکو شاوخوا لس زره فعال بستونه لري، خو د اوسنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره شاوخوا درې زره نورو ښوونکو ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، دغه اړتیا د پښتو، دري، عربي، ریاضي، انګلیسي، فزیک، کیمیا، بیولوژي، جغرافیې، تاریخ، ټولنیزو علومو، کمپیوټر، هنر او رسم په ګډون په بېلابېلو مضمونونو کې ده.

هغه ویلي چې دغه ستونزه یې د حل لپاره له پوهنې وزارت او همکارو موسسو سره شریکه کړې ده.

خلک په خپل لګښت ۱۶ درسي خونې جوړوي

د درسي خونو د کمښت د یوې برخې د حل لپاره د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ښوونځي د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ د دوو نوو ودانیو جوړولو چارې پیل کړې دي؛ په دغو ودانیو کې به ټولې ۱۶ درسي خونې جوړې شي.

د سیمې خلک وایي، د یادو ودانیو د جوړولو چارې شاوخوا درې میاشتې وړاندې پیل شوې او تر اوسه یې نږدې ۴۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي. د هغوی په وینا، د دې پروژې لګښت د کلیوالو، بهر مېشتو مسافرو او نورو خیرغوښتونکو له خوا برابرېږي او هر څوک له خپل وس سره سم مالي مرسته کوي.

د سیمې یوه اوسېدونکی ډاکټر علي‌احمد احمدي وایي، په هره نوې ودانۍ کې اته درسي خونې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دغو ۱۶ خونو په بشپړېدو سره به د درسي خونو د کمښت ستونزه تر ډېره حل شي، خو د ښوونځي ټولې اړتیاوې د خلکو له وسه پورته دي او د حکومت مرستې ته اړتیا لري.

پوهنې ریاست: ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

د غزني د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسيني وایي، د درسي خونو کمښت یوازې د شهید عبدالسلام ښوونځي ستونزه نه ده، بلکې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰۰ ښوونځي له ورته ستونزې سره مخ دي.

حسیني وویل، هڅه کوي د امکاناتو له مخې د ټولو ښوونځیو ستونزې حل کړي.

د غزني د پوهني ریاست د معلوماتو له مخي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۷۰۰ ښوونځي فعال دي چې له ډلې یې ۲۰۰ ودانۍ نه لري او د ۲۵۰ نورو ښوونځیو ودانۍ بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وایي، په هېواد کې ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو او بیارغونې چارې روانې دي.

پوهنې وزارت د روان ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل پر مهال ویلي وو چې په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۸۰۰ ښوونیزې ودانۍ ترمیم او بیارغول شوې دي.

پوهنې وزارت تر دې مخکې د تېر کال په لیندۍ میاشت کې پژواک ته ویلي وو چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه ۱۳۱۵ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې او ۳۰۰۰ ښوونځي بیا رغول شوي دي.