ژبه

د نيپال او چین سېلابونه؛ د مړه شوو کسانو شمېر ۷۵۰ ته رسېدلی، له درې زره ډېر نادرکه دي

Reuters

خواجه نصیراحمد صدیقی

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۱

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چهارشنبې ورځې د چین او نیپال پر پوله د سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۷۵۰ او د نادرکه شوو شمېر تر درې زرو اوښتی دی؛ چیني چارواکي وايي، د ۲۳ هېوادونو ۲۶۱ بهرني اتباع هم د نادرکه کسانو په ډله کې شامل دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د یکشنبې ورځې د تازه شمېرو له مخې، په نیپال کې د مړه شوو شمېر ۷۳۴ کسانو ته رسېدلی او ۲۴۹۸ نور کسان نادرکه دي. چیني چارواکو بیا په تبت کې د ۱۶ کسانو د مړینې او د ۵۴۶ کسانو د نادرکه کېدو خبر ورکړی دی.

بلخوا، شینهوا خبري اژانس د چیني سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اګسټ په ۲۶مه د چین او نیپال پر پوله د «ګیرونګ» په دروازه کې د ځمک‌ښویېدنې له امله د ۲۳ هېوادونو ۲۶۱ بهرني اتباع نادرکه شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه شمېر نن (یکشنبه) د بهرنیو چارو، عامه امنیت، کلتور او ګرځندوی او بېړنیو حالاتو د مدیریت ادارو له خوا د ګډو پلټنو او معلوماتو تر ارزونې وروسته په یوه خبري غونډه کې اعلان شوی دی.

د چیني چارواکو د معلوماتو له مخې، د نادرکه شوو ۲۶۱ بهرنیو اتباعو په ډله کې د نیپال ۱۰۴، هند ۴۹، لاتویا ۳۳، امریکا ۱۸ او بریتانیا ۱۵ اتباع شامل دي.

همدارنګه د کاناډا شپږ، د اسټرالیا شپږ، د سوېلي افریقا څلور، د مالیزیا درې، د جرمني درې، د روسیې درې، د ایرلنډ دوه، د استونیا دوه، د فرانسې دوه، د هالنډ دوه او د نیوزیلنډ دوه اتباع هم نادرکه دي. له قزاقستان، فنلنډ، لیتوانیا، پرتګال، اوکراین، هسپانیې او هنګري څخه هم یو، یو کس نادرکه شوی دی.

چیني چارواکو ویلي چې په چین کې د اړوندو هېوادونو سفارتونه او قونسلګرۍ له دې موضوع څخه خبر شوې دي.

د شینهوا د راپور له مخې، په ګیرونګ دروازه کې د څو پړاوونو له پلټنې، د سیمې له ارزونې او د خلکو له تثبیت وروسته، اوس مهال په دې ولسوالۍ کې هېڅ بهرنی سیلانی نه دی بند پاتې.

په همدې حال کې، اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې نیپالي چارواکو نن د نورو احتمالي سېلابونو په اړه خبرداری ورکړی او د زیانمنو ولسوالیو له اوسېدونکو یې غوښتي چې د «بوتیکوشي» سیند د اوبو له لوړېدو وروسته چمتو حالت کې پاتې شي.

راپورونه ښيي چې د چهارشنبې ورځې سېلابونو په زیانمنو سیمو کې کورونه، موټر او کرنیز ټراکټورونه له خټو او رسوباتو سره وړي او ځیني پلونه یې هم ویجاړ کړي دي. په یو شمېر سیمو کې لا هم برېښنا پرې ده او ځینو ساحو ته تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.

مسوولين وايي، د زرګونو نادرکه کسانو موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.