کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په قرغیزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې څنډه کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، شي جینپینګ پوتین ته ویلي چې د دواړو هېوادونو په ګډو هڅو به د بیجینګ او مسکو اړیکې لا پیاوړې او راتلونکی به یې لا روښانه شي.
هغه زیاته کړې چې چین چمتو دی له روسیې او نورو هېوادونو سره د نړۍوالې حکومتولۍ د اصلاح او د یوه عادلانه او منظم څو قطبي نړۍ رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي.
ورته مهال، د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین ویلي چې که بیجینګ مناسب وبولي، روسیه چمتو ده له چین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ له ویزې پرته سفر دایمي کولو لپاره همکاري وکړي.
هغه ویلي چې د روسیې او چین همکاري په ټولو برخو، په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې د پراختیا په حال کې ده.
پوتین زیاته کړې چې دواړه هېوادونه د انرژۍ، صنعت، فضايي چارو، ترانسپورټ او لوژستیک برخو کې سترې ګډې پروژې پلي کوي.
د هغه په خبره، د روسیې او چین ترمنځ د کرنیزو محصولاتو سوداګري ۳۴ سلنه زیاته شوې ده.
په راپور کې راغلي چې دواړو ولسمشرانو په دې لیدنه کې د علاقې وړ ګډو نړۍوالو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.
د یادونې ده، د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې سږنۍ غونډه د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه د قرغیزستان په پلازمېنه بیشکیک کې ترسره کېږي.
دا د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزو ۲۶مه غونډه ده چې ترسره کېږي.