ژبه

مودي: له افغانستان سره به د هند بشري او پراختیايي مرستې دوام ولري

سهراب سرورى

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۱

Views: ۱۹

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د هند لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې د پراختیايي او بشري مرستو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ کړی او خپل دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د «انډین اکسپرېس» د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دغه څرګندونې نن (سې‌شنبه) د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي: «هند د پراختیايي او بشري مرستو له لارې د افغانستان ملاتړ کړی او دغه کار ته به دوام ورکړي.»

هغه زیاته کړې چې د یوه سوله‌ییز او خوندي اوراسیا رامنځته کولو ګډه موخه د افغانستان له ثبات سره نږدې تړاو لري.

د یادونې ده، د راپورونو له مخې، د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې سږنۍ غونډه د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي.

دا د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزو ۲۶مه غونډه او د دغه سازمان د جوړېدو له ۲۵مې کالیزې سره هم‌مهاله ده.