ژبه

امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل متقابل بریدونه کړي

احمد صهیب حسرت

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۸

Views: ۹

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ له څو اونیو راهیسې نښتې کمې شوې وې، دواړو لورو یو ځل بیا پر یو بل بریدونه کړي؛ امریکا د سپاه پاسداران پر مرکزونو بریدونه کړي او ایران هم په اردن او عراق کې د امریکايي اهدافو د په نښه کولو خبر ورکړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ د سپاه پاسداران پر مرکزونو د بریدونو نوی پړاو ترسره کړی چې د هوايي دفاعي سیسټمونه، رادارونه، سمندري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې او د اړیکو مرکزونه یې په نښه کړي دي.

ایراني رسنیو هم په دغه هېواد کې پر څو سیمو، په ځانګړې توګه هرمز تنګي ته څېرمه سیمو د بریدونو خبر ورکړی دی.

په غبرګون کې ایران ویلي چې په اردن او عراق کې یې امریکايي اهداف او تاسیسات د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي. ایراني رسنیو هم په بحرین کې پر ځینو اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دی.

سپاه پاسداران ویلي چې په اردن کې د امریکايي ځواکونو پر مواضعو په برید کې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي؛ خو دوو امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي چې د لومړنیو ارزونو له مخې، په دغو بریدونو کې امریکايي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

اردن ویلي چې هوايي دفاعي سیسټمونو یې له هغو ۱۳ بالسټیک توغندیو سره مقابله کړې چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي وو. د چارواکو په وینا، ۱۰ توغندي شنډ شوي او درې نور په لرو پرتو سیمو کې لګېدلي دي. بحرین هم ویلي چې ایراني بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې او له منځه وړې دي.

سپاه دغه‌راز ویلي چې د دغه بنسټ ځمکنیو ځواکونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د عراق په شمال اربیل کې امریکايي پوځي اډې په نښه کړې او څو امریکايي سرتېري یې وژلي دي؛ خو د رویټرز د راپور تر خپرېدو پورې امریکا او عراق دغه ادعا نه ده تایید کړې.

دغو متقابلو بریدونو ته د جولای له میاشتې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ تر ټولو جدي پوځي نښته ویل شوې او د څو اونیو د بریدونو کمېدو پړاو یې پای ته رسولی دی.

په همدې حال کې، ایران ویلي چې د امریکا په یوه برید کې چې د هرمز تنګي په ساحلي سیمه کې سیریک ښار ته څېرمه د واده پر مراسمو ترسره شوی، پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ایران سرې میاشتې د ټپیانو شمېر ۵۰ تنه ښودلی، خو د دغه هېواد دولتي خبري اژانس ایرنا د یوه سیمه‌ییز چارواکي په حواله د ټپیانو شمېر ۶۸ تنه ښودلی دی. مهر خبري اژانس هم ویلي چې په وژل شوو کې یو څلور کلن ماشوم هم شامل دی.

امریکايي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو بریدونو له ترسره کېدو وروسته ګواښ کړی چې پر ایران به فشارونو ته دوام ورکړي. په مقابل کې، د ایران ګډې پوځي قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې د امریکا د بریدونو دوام به له «لا درنو، پراخو او ویجاړوونکو» ځوابونو سره مخ شي.