ژبه

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې

خواجه نصیراحمد صدیقی

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۲۹

Views: ۱۴

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د نړۍ په بازارونو کې د ایران پر لارک ټاپو د امریکا له برید او د تهران له غبرګون وروسته د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې او ورسره د تاوتریخوالي د پراخېدو او د هرمز تنګي د تګ راتګ په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د راپورونو له مخې، امریکایي ځواکونو تېره شپه د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو د توغولو دوه دستګاوې په نښه کړې؛ د ایران سپاه پاسداران هم څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې د دغه برید په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا «ملک حسین» او «الازرق» پوځي اډې په بالستیک توغندیو ویشتلې دي.

مارکېټ‌سکرینر د رویټرز په حواله راپور ورکړی چې له دغو بریدونو وروسته د برنټ خام تېلو بیه نن ۲،۵۱ سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه ۹۰ ډالرو او ۳۱ سنټو ته رسېدلې ده؛ همدارنګه د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه ۲،۱۹ سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه ۸۵ ډالرو او ۲۳ سنټو ته رسېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو بن‌بست او د هرمز تنګي د بشپړ تړل کېدو یا د تګ راتګ محدودیتونو دوام هم د تېلو پر بازار اغېز کړی دی.

د راپور د معلوماتو له مخې، د هغو سوداګریزو بېړیو شمېر چې د اوونۍ په پای کې د هرمز له تنګي تېرې شوې، په ورځ کې پنځو ته راکم شوی؛ دا وضعیت د احتمالي بریدونو له وېرې د بېړۍ چلولو شرکتونو د زیات احتیاط نښه بلل شوې ده.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي وو، یوه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هرمز تنګي ته د ننوتلو پر مهال په نښه شوې ده.

رویټرز په دې راپور کې د سنګاپور د پراختیایي بانک (DBS) د انرژۍ د څېړنو د برخې د مشر سورو سرکار له قوله لیکلي چې د هرې نوې نښتې له رامنځته کېدو سره د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل لا ځنډېږي او ښایي د تېلو بیه د هر بېرل لپاره د ۸۵ او ۹۵ ډالرو ترمنځ پاتې شي.