کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران سیریک بندري ښار ته څېرمه د واده پر مراسمو د امریکا برید کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې نن (چهارشنبه، ۱۱ سنبله) راپور ورکړی چې دغه برید د ایران د سیریک بندري ښار په شمال کې د واده پر مراسمو شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي چې یو ماشوم هم په وژل شوو کسانو کې شامل دی.
سیریک د هرمزګان ولایت په مربوطاتو کې او هرمز تنګي ته څېرمه موقعیت لري.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له څو اونیو د بریدونو له کمېدو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی دی.
سرچینه وايي، د امریکا پوځ د سېشنبې په ورځ د سپاه پاسدارانو پر اهدافو د بریدونو نوی پړاو ترسره کړی چې د هوايي دفاع تاسیسات، راداري سیستمونه، سمندري تجهیزات، د ماین اېښودنې وړتیاوې او د اړیکو مرکزونه یې په نښه کړي دي.
په غبرګون کې ایران هم ویلي چې په اردن او عراق کې یې امریکايي اهداف د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي. ایراني رسنیو هم په بحرین کې پر ځینو اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دی.