کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د ۱۹ اسلامي او عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بیتالمقدس کې د کولمبیا د سفارت پرانیستل غندلي او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې خپله پرېکړه بیا وارزوي او لغوه یې کړي.
کولمبیا د چهارشنبې په ورځ، د اکټوبر په ۱۴مه، په بیتالمقدس کې خپل سفارت پرانیست. د سفارت د پرانیستې مراسمو کې د کولمبیا د بهرنیو چارو وزیر عمر بولا اسکوبار او د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون ساعر ګډون کړی و.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په ۱۶مه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغه اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اړوندو پرېکړهلیکونو سره په ټکر کې دی او د دوو دولتونو د حللارې پر بنسټ د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره نړۍوالې هڅې کمزورې کوي.
په اعلامیه کې راغلي چې هر هغه اقدام یا پرېکړه باطله او له حقوقي پلوه بېاغېزې ده چې موخه یې د اشغال شوي بیتالمقدس د حقوقي یا تاریخي وضعیت بدلول، یا د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د دغه ښار په رسمیت پېژندل وي.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۴۷۶ او ۴۷۸ پرېکړهلیکونو ته اشاره کړې چې په ۱۹۸۰ کال کې تصویب شوي دي. په دغو پرېکړهلیکونو کې د بیتالمقدس د وضعیت او هویت بدلون رد شوی او له هېوادونو غوښتل شوي چې خپلې ډیپلوماټیکې استازولۍ له دغه ښاره ولېږدوي.
په اعلامیه کې د کولمبیا له حکومته غوښتل شوي چې خپله پرېکړه لغوه کړي، خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د فلسطین د خلکو پر حقونو اغېز کوي.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا د فلسطین د خلکو له دغه حقه ملاتړ څرګند کړی چې خپلواک او د بشپړ حاکمیت لرونکی دولت ولري او ختیځ بیتالمقدس یې پلازمېنه وي.
د اعلامیې لاسلیککوونکي هېوادونه ترکیه، الجزایر، جیبوټي، مصر، اندونیزیا، اردن، کوېټ، لبنان، لیبیا، مالیزیا، عمان، پاکستان، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن دي