ژبه

استانبول ته نږدې یوه باروړونکې بېړۍ ډوبه شوې؛ د عملې لس تنه ورک دي

کشتی باری «توگبرک امام‌اوغلو»؛ عکس آرشیف

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۹

Views: ۴

کابل (پژواک، د ۱۴۰۵ کال د وږي ۱۱مه): د راپورونو له مخې، د ترکیې یوه باروړونکې بېړۍ استانبول ته نږدې له یوې بلې بېړۍ سره تر ټکر وروسته ډوبه شوې او تر اوسه یې د لسو عملې د برخلیک په اړه معلومات نشته؛ د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

اسوشیټیډپرس نن د ترکي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې «توګبرک امام‌اوغلو» (Tugberk Imamoglu) باروړونکې بېړۍ د چهارشنبې سهار په مرمره سمندرګي کې له «السو» (Alsu) بېړۍ سره تر ټکر وروسته ډوبه شوه.

د ترکیې د سمندري چارو عمومي ادارې ویلي چې د ډوبې شوې بېړۍ د ژغورنې وړه بېړۍ او ځینې نورې ټوټې موندل شوې، خو تر اوسه یې د عملې کومه نښه نه ده موندل شوې.

د ترکیې د ټرانسپورټ وزیر عبدالقادر اورال‌اوغلو ویلي چې د بېړۍ د کپتان په ګډون لس سمندري کارکوونکي په بېړۍ کې سپاره وو او ټول د ترکیې وګړي دي.

د هغه په وینا، بېړۍ په شاوخوا ۱۱ دقیقو کې ډوبه شوې او تر اوسه له ورکو شویو کسان څوک ژوندی نه دی موندل شوی.

په راپور کې راغلي چې دوې چورلکې او د لټون او ژغورنې ۱۲ بېړۍ د یادې بېړۍ د عملې د موندلو په عملیاتو کې برخه لري.

د ترکي چارواکو په وینا، دغه پېښه سهار شاوخوا درې بجې، د استانبول په لوېدیځه څنډه کې د سیلیوري سیمې شاوخوا ۳۲ کیلومتره جنوب ته رامنځته شوې ده.