ژبه

د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیايي ګرځندوی مړ شوی

احمدفرزام

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۲

Views: ۵

فیض‌اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): یو اسټرالیايي ګرځندوی چې له لس‌کسیزې ډلې سره کوچني پامیر ته د سفر لپاره د بدخشان ولایت واخان دهلېز ته تللی و، په چپاران دره کې د پلي ګرځېدو پر مهال د زړه درېدو له امله مړ شوی دی.

د افغان‌ټور دولتي شرکت امر انجنیر ظهورالله فخري وایي، دغه پېښه د روان میلادي کال د سپټمبر په درېیمه شوې ده.

د هغه په خبره، دغه ګرځندوی چې «چارلیز فلیپ» نومېده، د واخان دهلېز اړوند په چپاران دره کې د پلي ګرځېدو پر مهال د زړه له درېدو سره مخ شو.

فخري زیاته کړه، د نوموړي د ډلې غړو او ملګرو هڅه وکړه روغتیايي حالت یې ښه کړي، خو هڅو یې پایله ورنه کړه او مړ شو.

هغه وویل، د دغه ګرځندوی جسد د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی او ټاکل شوې په امبولانس کې کابل ته ولېږدول شي.