پلخمري (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت وايي، د بغلان د تالهوبرفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګاز راټولېدو له امله څلورو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د تالهوبرفک ولسوالي کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چې په غیرمعیاري ډول د خلکو له خوا استخراجېږي، شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې څلور کانکیندونکي د زهري ګاز راټولېدو او ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له پېښې وروسته د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت تخنیکي ډله د پېښې څېړلو او کانکېندونکو د ژوند ژغورلو لپاره سیمې ته ولېږل شوه؛ خو په کان کې د ګاز د زیات شدت او تراکم له امله د ژغورنې عملیات له جدي ستونزو سره مخ شول او د کاکیندونکو د ژغورلو هڅې پایله ورنه کړه.
د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت وايي چې په کانونو کې د خوندیتوب معیارونو له رعایت، مناسبې هواخورۍ او تخنیکي څارنې پرته فعالیت کول د کارګرانو ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شي.
د دغه شرکت مسوولینو ټینګار کړی چې د دوی تر پوښښ لاندې کانونو کې د خوندیتوب اصولو رعایت، تخنیکي څارنه او د پېښو د مخنیوي لپاره د اړینو تدابیرو نیول د کانکېندنې د فعالیتونو له اساسي برخو څخه دي.