ژبه

امریکا د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي؛ ایران هم په اردن کې امریکايي اډه ویشتلې ده

Reuters

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۸

Views: ۹

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۵): د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچونو په دوام، د امریکا پوځ وايي چې د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ یې په نښه کړې دي؛ د ایران سپاه پاسداران بیا ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه په توغندیو ویشتلې ده.

اسوشیټېد پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د سې‌شنبې په ورځ د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ وروسته له هغه په نښه کړې چې د دغه مرکز په وینا، سپاه پاسداران په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې هڅه کړې وه چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جنګي بېړۍ په بالسټیک توغندیو وولي.

سنټکام ویلي چې امریکايي جنګي بېړۍ په دغو بریدونو کې زیانمنه شوې نه ده او هیڅ امریکايي سرتېري ته هم زیان نه دی اوښتی. د دغه مرکز په خبره، پر بېړیو له برید مخکې یې د هغو عملې ته خبرداری ورکړی و چې بېړۍ پرېږدي.

ورته مهال، د ایران صداوسیما خبري اژانس راپور ورکړی چې د سې‌شنبې په شپه د دغه هېواد دوه تېل‌وړونکې بېړۍ د هرمزګان ولایت ختیځ کې د جاسک ولسوالۍ په ساحل کې د امریکا په توغندیز برید کې په نښه شوې دي. یادې رسنۍ لیکلي چې د دغو بېړیو عمله د ژغورنې په کښتیو کې د جاسک ساحل ته لېږدول شوې ده. دغه‌راز، خبري سرچینو په دې سیمه کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید خبر هم ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې ایراني ځواکونو د امریکا د بریدونو غبرګون کې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ځیني اډې چې یوه د اردن اډه هم پکې شامله ده، په نښه کړې دي.

د ایران صداوسیما د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی چې د ایران هوايي او فضايي ځواکونو په اردن کې د الازرق اډه په توغندیز برید کې په نښه کړې ده. سپاه ادعا کړې چې په دې اډه کې د امریکايي «F-15»،«F-16»  او «F-35» جنګي الوتکو او د «MQ-9» بې‌پیلوټه الوتکو ځینې پټنځایونه په نښه شوي دي.

بلخوا، د اردن پوځ ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو ۱۸ بالسټیک توغندي شنډ کړي او دوه نور توغندي په نااستوګنو سیمو کې لوېدلي دي؛ د سرچینې په خبره چې د مرګ‌ژوبلې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

اسوشیټېد پرېس لیکلي چې وروستي بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د متقابلو بریدونو د لړۍ یوه برخه ده؛ په داسې حال کې چې د هرمز تنګي پر سر هم کړکېچونه دوام لري. د جګړې له پیله مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل له همدې لارې تېرېدل.