کابل (پژواک) – د کولمبیا په یوه لري پرته سیمه کې د سرو زرو د یوه کان نړېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه د کولمبیا په یوه لري پرته سیمه کې د سرو زرو د استخراج په یوه ناقانونه کان کې شوې ده.
د راپور له مخې، دغه کان په داسې سیمه کې موقعیت لري چې په ګڼو ځنګلونو پوښل شوې او یوازې د کښتۍ یا الوتکې له لارې ورته لاسرسی شونی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د دغه کان نړېدو له امله ۱۴ کسان مړه او څو نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي چې د پېښې په ځای کې د لټون عملیات درول شوي دي.
تر اوسه د کان نړېدو د لامل او د ټپیانو د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.