ژبه

عراق تایید کړه چې د سعودي عربستان د تېلو پر نل‌لیکه بریدونه د دغه هېواد له خاورې شوي

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۲۸

Views: ۷

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د عراق حکومت تایید کړې چې د سعودي عربستان پر مهمې ختیځ ـ لوېدیځ تېل‌لېږدوونکې نل‌لیکې د بې‌پیلوټه الوتکو وروستي بریدونه د عراق له خاورې شوي؛ بغداد د دې پېښې په تړاو یو پوځي قوماندان له دندې ګوښه کړی دی.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، عراقي چارواکو معلومه کړې چې دغه بریدونه د عراق په سوېل کې، د ایران پولې ته نږدې د میسان ولایت له سیمې شوي دي.

د راپور له مخې، د عراق حکومت د دې موضوع په تړاو د میسان د عملیاتو قوماندان له دندې ګوښه کړی او څېړنې یې پیل کړې دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي چې د ختیځ ـ لوېدیځ نل‌لیکه د پنجشنبې په ورځ د ریاض او مدینې په سیمو کې څو ځله په نښه شوه چې په پایله کې یې یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو د هغوی د شمېر او هویت په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له عراقه راالوتو څو بې‌پیلوټه الوتکو دغه نل‌لیکه په نښه کړې ده.

اسوشیټېډ پرېس لیکلي چې «د ایران ملاتړې عراقي وسله‌والې ډلې» د دغو بریدونو په ترسره کولو تورنې شوې دي؛ خو په راپور کې نه دي ویل شوي چې دا تور کومې ادارې یا چارواکي لګولی، او د عراق حکومت هم تر اوسه د بریدونو مسؤولیت کومې مشخصې ډلې ته نه دی منسوب کړی.

د ختیځ ـ لوېدیځ نل‌لیکه د سعودي عربستان له ختیځو سیمو څخه تېل د سره سمندر غاړې ته لېږدوي او په وروستیو میاشتو کې، له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد له محدودېدو سره، د دې نل‌لیکې اهمیت زیات شوی دی.