ژبه

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۵

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وايي، د دغه هېواد پر څو سیمو د روسیې هوايي بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي؛ مسکو بیا وايي چې د اوکراین بېړۍ او صنعتي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې د شنبې ورځې بریدونو له امله د مرګ‌ژوبلې اوښتو ترڅنګ د اوکراین په بېلابېلو برخو کې استوګنیزې ودانۍ او زیربناوې هم زیانمنې کړې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي چې روسیې د شنبې له سهاره د اوکراین پر اهدافو د برید لپاره نږدې ۵۰۰ بې‌پیلوټه الوتکې کارولې دي.

د کراماتورسک ښاروالۍ ویلي چې روسي ځواکونو په شاوخوا ۹۰ دقیقو کې په درېیو جلا پېښو کې شخصي موټر په نښه کړي چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

همداراز، سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د زویاهېل ښار پر یوه پلورنځي برید کې دوه کسان وژل شوي دي. د تېلو دوه زېرمې او د پانګونې یوه بهرنۍ کمپنۍ هم په نښه شوې دي.

په همدې حال کې، د زاپوریژیا والي ویلي چې پر زاپوریژیا ښار او شاوخوا سیمو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د کریفي ریح ښار چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په شپنیو بریدونو کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د روسیې پوځ ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین څو صنعتي تاسیسات، د زاپوریژیا د «Zaporizhstal»  فولادو جوړولو شرکت، په دنیپرو کې د «Interpipe Steel» صنعتي مجتمع او په کریفي ریح کې څو فابریکې په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، د تور سمندرګي پر غاړه پر اودېسا ښار بریدونو کې هم نږدې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین پر بندرونو بریدونو ته دوام ورکړی او په اودېسا کې یې یوه او په چورنومورسک بندر کې یې دوه باروړونکې بېړۍ په نښه کړې دي. مسکو ادعا کړې چې له دغو بېړیو یوې یې پوځي توکي لېږدول.

له بلې خوا، د اوکراین پوځ ویلي چې ځواکونو یې د روسیې د سامارا سیمې په تولیاتي ښار کې د مصنوعي ربړ د تولید له لویو فابریکو یوه په نښه کړې چې له امله یې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

روسي چارواکو د سامارا سیمې پر صنعتي تاسیساتو د اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو بری/د تایید کړی، خو د اوښتو زیانونو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي. د تولیاتي ښاروال هم ویلي چې څو استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې او یو کس ټپي شوی دی.